لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۴۰)
د منکرين احاديث دلائل او د هغو جواب
۴: منکرین احادیث وايي: احادیث په دریمه هجري پېړۍ کي مدون سویدي ځکه نو موږ اعتماد نه پر لرو.
جواب: د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضی الله عنهم په وخت کی د احادیثو د حفاظت لپاره لاندي درې طریقې استعمالېدلې:
اوله طریقه حفظ روایت: په دې طریقې سره د احادیثو یادول وه او دغه طریقه ځکه د اعتماد وړ ده، چي احایث لکه د قرآنکریم ایاتونه له رسول الله ﷺ څخه صحابه کرامو یادول، بیا تابعینو دا سي تسلسل وو او د عربو دومري هیښونکي حافظې وې چي د انسانانو شجرې پرېږده حتی د خپلو اسونو د نسلونو لړۍ بې هم یاد وه، د هغه وخت د قوي حافظې وړوکې نمونه:
په صحیح بخاری کي د حضرت جعفر بن عمرو الضمری بیان دی چي زه یو ځل د عبیدالله بن عدی بن الخیار سره د حضرت وحشی رضی الله عنه ملاقات ته ولاړم، عبیدالله د هغه څخه پوښتنه وکړه چي تاسو ما پېژنئ؟ حضرت وحشی رضی الله عنه ورته وویل چي زه خو تا نه پېژنم البته زما دومري یاد دي چي د نن څخه څو کاله مخکي د عدی بن الخیار یوه سړي ته ورغلی وم، په دغه ورځ د عدی کره یو ماشوم پیداسوی وو، ما دغه ماشوم په څادر کي نغښتی د هغه مرضعې ته یووړ، د ماشوم ټول بدن پټ وو، ما یې صرف پښې ولیدلې او ستا پښې د هغه ماشوم د پښو سره مشابه او ورته دي.
دوهمه طریقه تعمل: صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین به د رسول الله ﷺ په افعالو او اعمالو سره پوره عمل کاوه، هر حدیث او سنت نبوی به یې پوره عملي کاوه، د ډېرو صحابه کرامو څخه روایت دي چي دوی به ویل؛ چي ما دا کار وکړ ځکه ما رسول الله ﷺ ولیدی چي داسی یې وکړه ( هکذا رأیت رسول الله ﷺ یفعل) دا طریقه ځکه پوره د اعتماد وړ ده چي کله یو څوک یو کار عملي وکړي بیا خو هیڅکله نه هیریږي، بیا دا یو حدیث عملي کول دا د صرف دیوې ورځي لپاره نه وو بلکي تل یې عملي کاوه.
دریمه طریقه کتابت:د مبارکو احادیثو حفاظت په کتابت سره هم سوی دی، لکه څرنګه چي د قرآنکریم مبارک ایاتونه لیکل کېدل همداسي مبارک احادیث هم لیکل کېدل، د احادیثو لیکل کېدل په څلورو مرتبو باندي ویشو: ( په متفرق ډول سره د احادیثو لیکل، یوه سړي به احادیث پخپله شخصي صحیفه کي را جمع کول، احادیث په کتابي بڼه سره بغیر د بابو جمع کول، احادیث په کتابي بڼه سره د بابو سره جمع کول)
۵: سوال: منکرین حدیث وايي چي رسول الله ﷺ د احادیثو د لیکلو څخه منع کړېده او دا حدیث راوړي ( لاتکتبوا عنی و من کتب عنی غیر القرآن فلیمحه/ رواه مسلم)، یعني تاسي زما څخه شی مه لیکئ ماسوا له قرآن څخه او که مو ولیکی هغه ختم کړئ.
جواب: تعجب دی چي منکرین یو حدیث مني او بیا نور نه مني، دغه حکم د اسلام په اول سر کي وو، قرآنکریم یو سورت د یوه صحابي څخه وو بل سورت د بل څخه، قرآنکریم ټول مکمل سوی نه وو، دا چي صحابه کرامو د قرآنکریم مبارک ایاتونه لیکل نو ځکه رسول الله ﷺ منع د احادیثو د لیکلو و فرمائل چي داسي نه چي مبارک ایاتونه او احادیث سره ګډ سي، خو وروسته بیا رسول الله ﷺ امر وکړئ، چي تاسي احادیث هم لیکئ لکه په مبارک حدیث شریف کي:
په جامع ترمذی کي اما ترمذی رح د علم په بابو کښي پوره باب راوړیدی ددې په هکله (باب ما جاء فی الرخصة فیه)، د حضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی:
قال کان رجل من الانصار یجلس الی الرسول الله ﷺ فیسمع من النبی ﷺ الحدیث فیعجبه ولا یحفظه فشکی ذالک الی الرسول الله ﷺ فقال یا رسول الله ﷺ انی اسمع منک الحدیث فیعجبنی و لا احفظه فقال رسول الله ﷺاستعن بیمینک و اومأ بیده للخط.( جامع ترمذی ۱۰۶، ۱۰۷)
د انصارو یو کس د رسول الله ﷺ سره کښېناستی او د نبی کریم ﷺ څخه احادیث اورېدل، البته احادیث یې نه یادېدل نو رسول الله ﷺ ته یې شکایت وکړ چي زه احادیث ستا څخه اورم خوند راکوي خو نه مي یادیږي، نو رسول الله ﷺ ورته وفرمائل چي د راسته لاس څخه استفاده وکړه، او رسول الله ﷺ پخپل لاس سره و خط ته اشاره وکړه.
همداسی نور حدیثونه ډېر سته، چي دا ټول پر دې باندي دلالت کوي چي د وحی په شروع کي رسول الله ﷺ د احادیثو د لیکلو منع ځکه کړې وه، چي د قرآنکریم د مبارکو ایاتو سره ګډ نسي او وروسته یې و صحابه کرامو ته امر وکئ چي تاسو یې لیکئ، او یا دا چي دغه حدیث منسوخ سوی دی.
امام ابوداؤد پخپل سنن کښې او امام حاکم په مستدرک کي ۱/۱۰۴ کي په (کتاب العلم الامر بکتابة الحدیث) کي د حضرت عبدالله عمرو بن العاص رض نه روایت کوي چي (و عن عبدالله بن عمرو قال: کنت اکتب کل شئ اسمعه من رسول الله ﷺ ارید حفظه فنهتنی قریش و قالوا : تکتب کل شئ سمعته من رسول الله ﷺ و رسول الله ﷺ بشر یتکلم فی الغضب والرضاء ؟ فامسکت عن الکتابة فذکرت ذالک لرسول الله ﷺ فاوما باصبعه الی فیه وفقال: اکتب فوالذی نفسی بیده ما خرج منه الا حق .لفظه. لابی داؤد ۲/ ۵۱۳ ، ۵۱۴ کتاب العلم، و فی روایة اخری بعد هذا: انه اتی رسول الله ﷺ فقال: یا رسول الله ﷺ حدیثک فاردت ان استعین بکتاب یدی مع قلبی أن رأیت ذالک، فقال رسول الله ﷺ: ان کان حدیثی ثم استعن بیدک مع قبلک.
په مستدرک حاکم کښې هم د عبدالله بن عمرو څخه روایت دی چي وې فرمائل: (قیدو العلم قلت و ماتقیده قال کتابته) مستدرک ۱/ ۱۰۶ کتاب العلم (قیدو العلم باکتابة)
همداسي ترمذی ۲/ ۱۰۷ (ابواب العلم باب ماجاء فی الرخصة فیه و رواه البخاری فی کتاب العلم تحت باب کتاب العلم ۱/ ۲۱، ۲۲)
نوربیا...
www.taleemulislam.net