تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الجمعة لنډه پيژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الجمعة لنډه پيژندنه


سورة الجمعة د مصحف او تلاوت په اعتبار ۶۲ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة الجمعة ۱۱ آية او ۲ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۹ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ


ژباړه: اې مؤمينانو، کله چي د جمعې د ورځي د لمانځه له پاره را وبلل سئ (يعني اذان وسي)، نو د الله تعالی د ذکر له پاره راسئ (په چټکۍ سره) او کاروبار پرې ږدئ، همدا ستاسو له پاره خير دئ که تاسو پوه سئ.


په سورة الجمعة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  هر څه چي په مځکه او آسمانونو کي دي د الله تعالی تسبح (پاکي) بيانوي او ټول صفتونه الله لره دي.


۲-  الله (رب العزة) په ٱلْأُمِّيِّـۧنَ (بې سيواده خلګو) کي رسول راواستوی، تر څو دوی پاک کي، کتاب، علم او حکمت ور زده کړي.


۳-  هغه يهود چي د تورات کتاب ورکړل سوی وو، خو عملي ئې نه کړئ، د خره په شان دي چي مازي کتابونه پر بار وي.


۴-  اې يهودانو که تاسو په حق ياست، نو د مرګ خواست وکړئ، خو هيڅکله به دوی د مرګ آرزو (او تمنا) و نه کړي.


۵-  اې مؤمينانو! کله چي د جمعې د لمانځه له پاره آذان وسي ، نور کاروبار ور ته پرې ږدئ، لمانځه ته ولاړ سئ. او د لمانځه وروسته په مځکه کي منتشر سئ او د الله تعالی د فضل تلاش وکئ.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته