تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دګناهونو د بخښني مياشت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 5, 2021
  0
د دګناهونو د بخښني  مياشت 
 
 
راټولونه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د حضرت ابوهريرة (رضي الله عنه) په دغه روايت كښي په دې ډول دي چي دي وايي! نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل :
 

 من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه و من قام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه 

 

ترجمه : چا چي د روژې د مياشتي روژه ونيول د ايمان او د ثواب د يقين سره د هغه ټوله مخکي ګناهونه معافيږي او چاچي  د روژې د مياشتي په شپو كښي قيام (لمونځ، تراويح او اذکار) وکړل د ايمان او د ثواب د يقين سره د هغه مخكني ګناهونه معافيږي.
 
په دغه حديث مبارک كښي د روژې د مياشتي په روژه نيولو سره د مخكني ګناهونو د معافي وعده وسول، او هم د روژې د مياشتي په شپو کي د تراويحو او نفل کولو فضيلت وښودل سو په دغه سره هم د مخکني ګناهونو د بخښني وعده ورکړل سول. 
 
ليکن دا فضيلتونه په هغه صورت کي دي چه روژه حقيقي روژه وي.  
 
علماء فرمايي چي روژه د شپږو شيانو وي. 
 
1. دسترګو: چي سترګي د هر هغه شي د كتلو څخه وساتي چي ليدل او كتل ورته ناروا وي. 
 
2. دغوږو: چي د غيبت اورېدلو او د سروز اورېدلو څخه ځان وساتي  . 
 
3. د ژبي : د درواغو ويلو، غيبت کولو، ښکنځل کولو، او د بې معنى او بېکاره خبرو څخه ځان ساتل .
 
4. د نوربدن: چي په لاس  سره غلا او ظلم نه وکړي او پر پښو باندي يو ناوړه ځاى ته  تګ او د ګناه ځاى ته د ورتګ څخه ځان وساتي. 
 
5. دحرامي غذا څخه پرهيز كول او حلال هم څومره چي كېداي سي ډېرکم وخوړل سي تر څو د روژې انوار او برکات حاصل کړل سي . 
 
6. بيا دي بيره ولري چي الله تعالى (جل جلاله) خبر چي دغه روژه به قبوله سي او که نه سي قبوله. كېداي سي چي يوه غلطي به سوي وي، مګر د دغه بيري سره سره الله تعالى ته اميد کول په كار دي. 
 
د خاصو او مقربو بندګانو لپاره د دغه شپږ شيانو برسېره  يو شى بل هم دى هغه دا چي د حق تعالى (جل جلاله) څخه ماسوا د هر طرف څخه زړه را وګرځوي، تر دې اندازې چي كه چيري د روژه مات لپاره څه نه وي هم بايد دده زړه صرف د الله تعالى وه طرف ته متوجه وي. 
 
مفسرين ليکي چي په ( کتب عليکم الصيام ) کي د انسان پر هره عضو باندي روژه فرض سوې ده، هغه داسي چي د ژبي روژه داده چي روژه نيونكي خپله ژبه د درواغ او غيبت څخه وساتي، او د غوږو روژه  دا ده چي د ناروا شيانو د اورېدلو څخه پر هيز وسي، دسترګي روژه د بد نظري څخه حفاظت کول او د نفس روژه د حرص ا و نفساني خواهشاتو څخه ځان ساتل دي، او د زړه روژه د دنيا دمحبت څخه ځان ساتل دي، او د روح روژه داده چي  د آخرت د لذتونو خواهش هم نه کوي، او د سترګو خاص روژه داده چي د حق  تعالى ماسوا پر هيچا باندي يې نظر نه وي. 
 
ماخذ : دروژې فضایل  او احکام 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته