تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 4, 2024
  0

لیکنه: ملا سلیمان شاه مختار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 
منجنیق الصخور فی رد علی اهل الهواء والفجور 
تراوېح کول نفل دي او که سنت مؤکده
(څلرمه برخه)


د تابعینو او تبع تابعینو حضراتو تراوېح


حضرت ابو الخصیب رح فرمایي چي حضرت سوید بن غفله رح  کم چي د حضرت علی المرتضی  او عبد الله ابن مسعود شاګرد هم وو موږ ته په روژه کي تراویح راکولې، هغه موږ ته پنځه تراوېح راکولی چي هره ترویحه څلور رکاته وه یعنی ټوله  شل رکاته سوې [سنن الکبری للبیهقی جلد دویم صفحه ۴۹۶ ]


حضرت سعید بن ابی عبید رح فرمایي چي حضرت علی بن ربیعه رح  به کم چي د حضرت علی المرتضی او حضرت سلمان فارسی رضی الله عنهم شاګرد وو، په روژه کي خلګو ته پنځه تراوېح ورکولې چي هره تراوحه څلور رکاته وه، او درې رکاته به یې وِتر ورکړه [رواه مصنف ابن ابی شیبه: جلد دویم، صفحه، ۳۹۳ ]


د حضرت شتیر بن شکل رح کم چي د حضرت علؓی المرتضی شاګر وو روایت دئ، چي نوموړي به په روژه کي شل رکاته تراوېح کولې [رواه مصنف ابن ابی شیبه: جلد دویم، صفحه، ۳۹۳ ]


حضرت ابراهیم نخعی رح فرمایي چي ما لیدلي دي چي صحابه کرامو به د تراویحو وتر هم جمع کړه چي ټوله به درویشت رکاته سوه [کتاب الآثار للامام ابی حنیفة بروایت ابی یوسف: صفحه، ۴۱]


حضرت عطاء بن ابی رباح فرمایي چي ما به لیدل صحابه کرامو به چي وِتر د تراویحو سره ګډ کړه ټول به درویشت رکاته سوه [مصنف ابن ابی شیبه: جلد دویم، صفحه، ۳۹۳ ]


حضرت امام ترمذي رح فرمایی چي اکثره اهل علم حضرات د تراویحو دشلو رکاتو قائلین دي، لکه څنګه چي د رسول ﷺ، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علی او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم څه منقول دئ، همدا قول دسفیان ثوري رح  او عبد الله بن مبارک رح دئ. [ترمذی: جلد اول، صفحه، ۱۶۶]

 

نوربیا... 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته