هغه چي جنت ته په خندا داخليږي
عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ قَالَ: الَّذِينَ لاَ تَزَالُ أَلْسِنَتُهُمْ رَطْبَةً مِنْ ذِكْرِ اللهِ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَهُمْ يَضْحَكُونَ.[الزهد لابن مبارک۱۱۲۵]
ژباړه: ابودرداء رضي الله عنه فرمايي: هغه خلګ چي تل يې ژبي د الله په ذکر باندي لندې وي دوی به جنت پداسي حال کي داخليږي چي خاندي.
الله تعالی دي تل ددې توان راکړي چي خپله ژبه دده په ذکر باندي لنده وساتو تر څو دغه لوړ مقام تر لاسه کړو.