لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د امت یووالی
(اتمه برخه)
د امت د تقسیمېدو لاملونه
دا تمهیدي خبري مي دومره اوږدې او په دومره تفصیلي انداز ځکه وکړې، چي د مسلمانانو دیني او اصلاحي قشرونو او دیني خدمتګارانو ترمنځ چي کومه تفرقه او اختلاف نن سبا تر سترګو کیږي، دا عمومًا ددې حقایقو د شا ته غورځولو پایله ده.
اوس هغه اسباب او لاملونه درته بیانوم، چي زما په فکر د مسلمانانو د خپلمنځي اختلاف، شخړو او جګړو سبب جوړ سوي دي، ډیر افسوس چي خلک يې دین هم ګڼي او کوي يې.
غلوه/ افراط
زما په اند ددې اختلافاتو، شخړو او جګړو تر ټولو لوی سبب په فروعي او اجتهادي مسایلو کي غلوه او ترحد تیری کول دي، چي هر یو د خپلي غوره کړي تګلاري خلاف عمل، باطل او ګناه ګڼي او له عمل کوونکو سره داسي رَوِیه کوي، څنګه چي له باطل پرستو او ګمراهانو سره کول په کار ده، پر دې د ټول امت اتفاق دی او پر دین د عمل کولو لپاره له دې پرته بله لاره نسته، چي څوک خپله د اجتهاد درجې ته نه وي رسېدلی، هغوی دي په اجتهادي مسایلو کي د یوه مجتهد امام اتباع وکړي او څوک چي د نفس له ازادۍ او خواهش پرستۍ څخه د خلاصون لپاره د دیني مصلحت په خاطر د یوه مجتهد امام اتباع وکړي، هغوی په قدرتي توګه یو ډله جوړیږي، همداسي څوک چي د دویم مجتهد اتباع کوي، که ډله بازي په مثبت انداز کي یواځي د اجتهادي مسئلو تر حده د خپلو تعلیمي او عملي اسانتیاوو تر حده وي، نو هیڅ پروا نه لري، نه په کي تفرقه سته او نه په کي د ملت لپاره ضرر سته.
ددې یو تاواني او بربادؤونکی اړخ دا دئ چي له فرعي اختلاف کوونکو سره شخړي او جګړې کوي او بل ددې فرعي مسایلو په بحث کي دومره غلوه او افراط کوي، چي د علم ټول زور او د عمر ارزښتناک وختونه د همدې بحثونو نذرانه کړي، همدا خطرناکه ده چي د اسلام پر اساسي او اجماعي مسایلو دي جرحه کیږي، کفر او الحاد دي په دنیا کي خوریږي، ته له دې ټولو نظر واړوي او علمي مشغله همدا فرعي مسایل جوړ کړي، په داسي حال کي چي لوړ په تفصیل سره معلوم سو، چي په دې کي له زرګونو څېړنو وروسته هم خبره تر دې مخته نه ځي، چي دا راجح او ددې ضد مرجوح دئ، حال دا چي ددې راجح او مرجوح فیصله هم نه په دنیا کي کيدلای سي او نه په برزخ کي ددې پوښتنه کیږي او نه په محشر کي ددې اعلان کیږي.
همدا رنګه نه په دې مسایلو کي پر اختلاف کوونکو باندي بد ویل صحیح دی او نه هغه مجرم او خطاکوونکی بلل صحیح دی، اوس زموږ د امت تر ټولو غوره طبقه علماء، فقهاوو په خاصه توګه هغه علماء چي په تعلیم او تصنیف بوخت دي، که د دوی د شپې او ورځي د تحقیقاتو سروي واخیستل سي، نو د زیاتو کسانو د علمي تحقیقاتو او هڅو ټوله انرژي په همدې فرعي مسایلو کي بنده تر سترګو کیږي.
نوربیا...
www.taleemulislam.net