۱ برخه
د ۱۳۹۰ کال د یکشنبې ورځ د حمل پر ۷ نیټه په کندهار ښار کي د عامو مدرسو او مساجدو په سلګونو علماء کرامو لخوا د کندهار په منډیګګ ماڼۍ کي احتجاجي غونډه وسوه. د کندهار ښار د مدرسو او مساجدو علماء کرامو د حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چي نور دي د ښار پر مدرسو، مسجدونو او کورونو باندي د بهرني ځواکونو او حکومتي فوځونو لخوا چاپې نه وهل کیږي.
د علماء کرامو له خوا مولوي عنايت الله صاحب په خپل وار سره حکومتي چارواکو ته د کفري ځواکونو او د هغو سره د ملګرو پوځيانو د کړونو او د دولت پر چوپ پاتېدولو رڼا واچول او وروسته د کندهار د ولايتي شورا پخوانۍ مشر احمد ولي کرزي هم خبري وکړې چي دغه جريان تاسو ته د تعلیم الاسلام راډيو د ويب پاڼې له خوا پر لیکه کوو.
د تعلیم الاسلام ولسي راډیو اداره