فراسي رضي الله عنه فرمايي چي ما و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ای د الله رسوله! ایا زه سوال کولای سم (چي د خلکو څخه یو شی وغواړم)؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمايل چي یا (لومړی خو سوال مه کوه)، که بیا چیري چاره نه لرې نو د صالحانو خلکو څخه سوال کوه (خپل حاجت ورڅخه پوره کوه). رواه ابوداؤد و النسائي