ابو رافع وايي چي قريشو زه رسول الله (ص) ته ولېږلم خو څه مهال چي ما رسول الله ﷺ وليدی (نو دده مبارک په ليدو سره) الله تعالی زما په زړه کي د اسلام مينه واچول. ما نبي کریم ﷺ ته وویل چي ای د الله رسوله! والله زه بيا قريشو ته نه ورځم. نبي اکرم ﷺ وفرمايل چي زه خپل عهد او وعده نه ماتوم او نه زه د یوه قوم قاصد راګرځوم مګر ته ولاړ سه! که چيري دغه د اسلام شوق او رغبت چي اوس ستا په زړه کي دی که وروسته هم ستا په زړه کي وو نو بيا بيرته راسه. ابو رافع وايي: زه قريشو ته ولاړم او بيرته رسول اکرم ﷺ ته راغلم او اسلام مي قبول کړی. رواه ابوداؤد