رالېږونکی: انجینر ګل احمد احمدي
نبي مصطفی ئی نبي مصطفی
حبیب خدا يې حبیب خــــــــــدا
عرب او عجم شو رڼا په جمال ستا
څـهَ جـلوه نمــا ئی څـهَ جـلوه نمــا
ولاړ قدسیان لاس په نام واړه تاته
ته صدرالعلی ئی ته صدرالعلی
په تخت د رسالت شوې نامدار
عجب خوشنما ئې عجب خوشنما
فدا قرباني شم نثار هم له تا نه
ته محبوب ځما ئي ته محبوب ځما
مبارک دی ستا وي محمد امین
ده حضرت ګدا ئې ده حضرت ګدا