۱ : زه غواړم چي امير( غني ) سم _ قناعت اختيار كړه امير اوغني به سې
۲: زه غواړم چي ترټولولوئ عالم سم _ تقوا اختياركړه چي لوئ عالم سې.
۳: زه غواړم چي د عزت څښتن سم _ مخلوق ته دسوال لاس مه نيسه عزتمند به سې
۴: زه غواړم ښه سړى سم _ خلګوته نفع اوفائده رسوه
۵: زه غواړم چي ا نصاف كوونكى اوعادل سم _ څه چي دځان لپاره خوښوې بل ته يې هم خوښوه
۶: زه غواړم چي مضبوط او طاقتور سم _ پر لوئ الله تعا لي توكل كوه.
۷: زه دالله جل جلاله په درباركي خاص مقام جوړول غواړم _ دالله جل جلاله د ذكريادونه په كثرت سره كوه
۸: زه غواړم چي رزق مي پراخه سي _ همېشه په اوداسه اوسه.
۹: زه غواړم چي دوعاګاني مي قبلولي سي _ له حراموڅخه ځان وساته
۱۰: زه غواړم چي ايمان مي كامل سي _ خپل اخلاق ښه كړه
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۹ ګڼه