تازه سرليکونه
د (زريني کرښي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چغلې یوه درنه ګناه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 15, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو بله ګناه چي غیبت ته ورته ده او همدغسي درنه ګناه ده بلکه د هغه څخه هم درنه ده هغه چغلې ده چې په عربي ژبه کي ورته نمیمه ويل کيږي . چي د هغه حقیقت دادي چي د یو چا بدې د بل په وړاندي په دې نیت بیان ،سي چي  اورېدونکي هغه ته تکلیف ورسوي او دا شخص خوشحاله سي چي ښه سوهغه تا دا تکلیف ورسیدي دادې د نمیمی تعریف په دې کي د ضروري نه ده چي کومه بدې ده بیان کړي ده هغه په حقيقت کي په هغه کي موجوده ده هغه بدې که پکښي موجوده وي او که نه لیکن دی يې صرف په دغه نیت بل ته بیانوي چي دی هغه ته تکلیف ورسوي، قرآن او حدیث د هغه ډېر زیات مذمت بیان کړي دئ.  او داد غیبت څخه ډېره شديده د دې کبله ده چي په غيبت کي د نیت بد والي ضروري نه دئ چي د چا چي غيبت کوي چي د هغه ته تکلیف ورسیږئ ليکن په نمیمه کي بد نیت هم وي، ځکه نو دا د دوو ګناؤ مجموعه ده يو خو پکښي غيبت دئ او بل پکښي بل مسلمان ته د تکلیف رسولو خواهش او نیت هم سته ، نو دا دو چنده ګناه ده او د هغه لپاره په قرآن او حديث کي سخت وعیدونه راغلي دئ. 
لکه چي فرمايې :  هَمَّازٍ مَّشَّاءٍ بِنَمِيمٍ ﴿القلم: ١١﴾ 
د کافرانو صفت بیانوی فرمایي چې عیب ویونکي تلونکي په چغلي سره . په حديث شريف کي حضور اقدس (صلی الله عليه وسلم) فرمايې : «لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَتَّاتٌ»
قتات یعنی چغل خور به جنت ته نه داخلیږئ .


ماخذ  اصلاحي خطلبات 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته