سوال: په فرضي اوقضایي روژه کي که څوک جماع وکي حکم یې څه دئ؟
د سوال کونکي نوم : نور جان
جواب : د روژې په مياشت کي که څوک روژه نيت کړي او بيا يې د ورځي پر مهال قصدا ماته کړي پر هغه د يوې روژې قضا او هم شپيته روژې د کفارې پر لازميږي خو د روژې د مياشتي د روژې څخه پرته نوري روژې دا که نفلي او نذري روژې وي يا د روژې د مياشتي قضايي وي که يې څوک قصدا ماته کړي کفاره نه پر لازميږي بلکي فقط د همهغي روژې قضا به راوړي .
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- لسمه ګڼه
مولوي محمد عمر خطابي