فتوا: د قضايي روژو نیول د فرضي حج څخه ...
تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۴۸)
نوم: عبدالولي
د اوسېدو ځاى(کندهار افغانستان)
سوال : د قضايي روژو نیول د فرضي حج څخه مخکي لازمي دي او که وروسته؟
جواب : حامداً و مصلياً
ښه خو داده چي د روژو قضاء راوړي او بیا حج ته هم ولاړ سي او که داسي ونه کړي حج ئې صحیح دی، د حج کولو وروسته یا د حج په سفر کي که وکولای سي د روژو قضاء راوړي، د قضائي روژو له پاره معین وخت نسته.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ. الایة سورة البقره ایت۲۱۴.
(۲):وهو فرض على الفور ، وهو الأصح فلا يباح له التأخير بعد الإمكان إلى العام الثاني. فتاوي الهندیة: ج۱، ص۲۱۶. کتاب المناسک.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سیدعبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
www.taleemulislam.net