زکوة په ښکاره ورکړى چي په نورو مسلمانانو کي هم د فرض ا دا کولو ولوله پېداسي، خو نور خيراتونه په پټه ورکړئ چي اخلاص نور هم پکښي زيات سي د الله جل جلاله په وړاندي هغه عمل ارزښت لري چي په اخلاص سره سوى وي د قيامت په وېره ونکي ډګرکي هيچيري به سيورى نه وي الله جل جلاله به خپل داسي بنده د عرش تر سيوري لاندي ساتي چا چي په ډېره پټه توګه د الله جل جلاله په لاره کي لګښت کړئ وي ، تر دې چي چپه لاس يې له دې څخه خبر نه وي چي راسته لاس څه ور کړي دي (صحيح بخاري)