د پاچا په بخښه سره د هغه پاچاهي ثبات او دوام پیدا کوي
رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمايي: عَفْوُ الْمُلُوْكِ إِبْقَاءٌ لِلْمُلْكِ (کنزالعمال، جامع الصغیر)
ژباړه: د پاچاهانو عفوه او بخښه د پاچاهۍ د بقاء ذریعه ده. علامه مناوي رحمه الله فرمايي: یعني د پاچا په بخښه سره د هغه پاچاهي ثبات او دوام پیدا کوي او عمر ئې هم اوږدیږي او د دې څخه معلومیږي چي په سزا کي تلوار کول د واکدارۍ مده کموي. (التیسر بشرح جامع الصغیر)