بسم الله الرحمن الرحيم
الله جل جلاله په يوه عجيبه اونا اشنا انداز کي د حضرت عيسی علیه سلام د الوهيت (خدایی) او د بي بي مريمي د الوهيت عقيده باطله کړې ده چي په دې سره يو عالم او اُمي په اسانۍ سره پوهېدلی سي او هر عقلمند حقیقت خو ښونکی او منصف مزاجه په خپله دا فيصله کولی سی چي حقیقت څه شي دی؟ د الله جل جلاله ارشاد مبارک دی:
مَا الْمَسِيحُ بْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ انْظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انْظُرْ أَنَّى يُؤْفَكُونَ. سورة مائده ايت ۷۵
ژباړه : نه دی مسیح زوی د مريمي مګر يو رسول دی (او خدای نه دی که څه هم پلار نه لري اومړي ژوندي کوي ) په حقيقت سره تيرسوی دی پخوا دده څخه (نور ډېر رسولان ) او دده مور ډېره ريښتوني وه ، او دوی دواړه (مور او زوی) به (د نورو مخلوقاتو په څېر) ډوډی خوړله (نو دا څنګه خدای کېدلای سي؟) وګورو څنګه موږ دوی ته (توحید) دلائل بيانوو. بیا وګوري دوی ته چي کوم خواته روان دی (د حق څخه ).
حضرت عيسی علیه السلام د الله تعالی د قدرت ښکاره مقصد وو، دا پيدایښت د الله جل جلاله د وحدانيت او د قادر مطلق کېدو دليل جوړولو په ځای عیسویانو داعجيبه پيدایښت د الوهيت (خدایی) د مسيح علامت قرار وګرځول ، او ويل به ېې چي حضرت مسيح ددې وجهي څخه خدای دی چي بغير د پلارڅخه پيدا سوی دی.
الله جل جلاله ددې جواب ورکړی چي بيا خو د حضرت آدم علیه السلام په باره کي به څه واياست ، هغه خو ماسيوا د مور او پلار څخه پيداسوی دی؟ يعني که چيري ماسيوا د پلار څخه پيدا کېدل د خدايي دليل وي نو بيا خو حضرت آدم علیه السلام ته هم خدای ويل په کار وو، او بيا بي بي حوا ته هم خدای وواياست چي بغير د مور او پلار څخه پيدا سوه، که چيري حضرت عيسی علیه السلام غټي غټي معجزې ښودلي وي او مړي يي ژوندي کړي دي ددې وجهي څخه خدای دی ،نو بيا خو موسی علیه السلام هم خدای ومنی چي هغه د يو وچ لرګي د امساء څخه ژوندی مار جوړ کړی وو، چي د هغه معجزه وه، او د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) هم دارنګه څومعجزې وي، نو بيا به دا ټول خدایان ومنی؟
حقيقت دادی چي معجزه د يو نبي د نبوت دليل دی ، نو دا چي معجزه دی د هغه د الوهيت دلیل جوړ سي هم دارنګه کرامت د يو ولي د ولايت شرافت،عزت او لوی والي دلیل وي، نه دا چي کرامت دي د يو ولي د الوهيت سبب وګرځي.
عجیب دلیل: ددې څخه الله جل جلاله د حضرت عيسی علیه السلام او د هغه د محترمي مور په باره کي يو داسي جامع جمله یې وفرمايل چي ددې وجهي څخه د عیسویانو د غلطۍ عقيدې هغه لوړ برجونه ختم سول اود دوی دغلطو خيالاتو عمارت پر مځکه ښخ سو او بيخ يې ووتی ، وې فرمايل: (كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ)، يعني حضرت عيسی علیه السلام او د هغه مور بی بی دواړو خوراک کوی او وګوری څوک چي خوراک کوي، هغه د خوراک ټولو وسائلو ته محتاج وي ، هغه اول:
د وسپني خوا ته محتاج وي
بيا په اهنګر باندي د کښت سامان جوړولو ته محتاج وي
بيا د کښت د پاره د تخم ضرورت وي
بيا د باران محتاج وي
د نبات شنه کېدو ته محتاج وي
بيا دوبي او ګرمۍ ته محتاج وي
همدارنګه د درختو د غټولو د پاره هوا په کار وي
د کاربنډای اکسائډ او اکسيجن ګازاتو ته ضرورت وي
د رڼا ضرورت وي
او بيا هر قسم ضروري شيان پوره کول
او د ضرر او تاوان ورکونکي شيان ليري کول ضروري دي
بيا د فصل پخېدلو د پاره لمر ته اړتیا وي
او د خوند د پاره د سپوږمۍ
او د رنګ د پاره د ستورو ضرورت وي
بيا د خوراک کولو والا د فصل رېبولو ته محتاج وي
بيا دغلې پاکولو ته محتاج وي
بيا د اوړو کولو ته محتاج وي
بيا اوړه اخښلو ته محتاج وي
بيا په اور باندي ددې پخولو ته محتاج وي
بيا په لاس کي ګولې پورته کولو څخه وروسته په خوله کي اچولو ته محتاج وي
او بيا په هضمي سسټم کي د هغه ښه اثرات حاصلولو او خرابو اثراتو څخه ليري کولو طرف ته محتاج وي
د هضمې سسټم ته وګوری چي اول خوراک معدې ته ولاړسي ، د معدې ماشین متحرکه سي او دغذا څخه خراب اجزاء د فضلاتو په صورت کي دباندي وځي او پاته ښه اجزاء بدن ته ګټه ورکوي ، دا د هضمي سسټم اوله مرحله ده ، بيا په ځيګر کي صفراء، سودا، وینه او اوبه جمع کيږي، ځيګر صفراء يني طرف ته غورځوي ، که چيري دا لار خرابه سي نو صفراء په بدن کي خوريږي او بيا د دانو مريضي پیدا کيږي. تريخي يو يو څاڅکي صفراء په معده کي اچوي، ددې د پاره چي په دې ترخو اوبو باندي خوراک هضم سي، ځيګر سودا تلو ته غورځوي او اوبه په پښتورګي کي او بيا په مثانه کي غورځوي، ځیګر وينه جوړوي او بيا يي زړه ته ورکوي، اوپه زړه کي د غورځېدو په ذريعه هغه دماغي نظام دا وينه په رګو او شريانو کي بدن ته رسوي، تيو ته رسيدلو سره دا شيدې جوړيږي- د قدرت دا يوعجيب او نااشنا نظام دی.
په هرحال، انسان د هضم طرفته محتاج او بيا د خوراک هغه خراب ماده استولو د پاره قضاء حاجت ته محتاج او خالي بولو ته محتاج دی. داسي مخلوق چي دومره زیاتو شیانو ته محجتاج وي نو هغه څرنګه خدای کيدلای سي؟!
(كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ) یعني دوی دواړه خوراک کوی.
سبحان الله! الله جل جلاله خپل وحدانيت څومره په عام انداز باندي په څه رنګه اغېزمني طريقي سره بيان کړ؟! دې نظام طرفته شيخ سعدي بابا دارنګه اشاره کړيده:
ابرو باد ومه و خورشيد و فلک درکاراند- تاتوناني بکف آري وبه عفلت نخوري
يعني ستا د خوراک په انتظام کي، وريځه ،هوا، سپوږمۍ ، لمر او آسمان کار کوي تر څوچي ته ګوله په لاس کي کښېږدې او د غفلت او بي پرواهۍ سره يي ونه خورې.
علامه شبيراحمد عثماني رحمة الله علیه د (كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ) تفسير دارنګه بيانوي چي ... نوموږ د مسيح علیه السلام او مريم علیها السلام د الوهيت ابطال د استدلال په شکل کي داسي کوو چي مسيح علیه السلام او بي بي مريم رضي الله عنها د خوړلو او چښلو د ضرورياتو څخه مستغني نه وو او هر هغه څوک چي د خوړلو او چښلو څخه بي پروا نه وو نو ددې دنيا د هيڅ يو شي څخه نه سي مستغني کيدای نو اوس تاسي وواياست هغه ذات چي د نورو انسانانو په څېر د خپل ژوند او بقاء لپاره دعالم اسباب څخه مستغني نه وي، نو دی څرنګه خدای کيدلای سي؟
دا يو داسي قوي او واضح دلیل دی چي عالم او جاهل يو ډول پري پوهيدلای سي، يعني خوړل او چښل د خدايی سره منافي دی که څه هم نه خوړل هم د الوهيت دلیل نه دی که نه ټولي ملائکي به خدای وګرځي.
محترمو حاضرينو! دا لنډ او واضح دلیل ياد ساتئ او خپلو مخامخ کېدونکو عیسویانو باندي اعتراض کوی او په لږ احساس کي مه اخته کيږي ځکه چي مسلمانانو سره ټينګ او کلک دلائل موجود دي. دا زده کول او د باطل نظام اوغافلو اقوامو د خيالي عمارتو بنيادونه ښورول په کار دي او دوئ عیسویان حق طرفته په دلائلو باندي رابلل په کار دي.
واقعه: د قيامت په روځ به الله جل جلاله د حضرت عيسی علیه السلام څخه پوښتنه وکړي (...يَا عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ؟) يعني ای عيسی علیه السلام ایا تا خلقو ته ويلي وو چي د الله (جل جلا له) څخه ماسيوا ما او زما مور معبودان جوړکړئ ؟ نو په حضرت عيسی علیه السلام باندي به په دي وينا سره سخت رعب او هيبت راسي او بيا به حضرت عيسی علیه السلام جواب ورکړي، سبحانک مولی! ته د هر نقص اوعيب څخه پاک يي ، ما چيري هم دانه دي ويلي... (روح المعاني جلد ۳ صفحه ۶۶)
وصلی الله علی نبيه الکريم آمين.
ماخذ: علمي تقریرونه- مولانا فضل محمد یوسف زی