لیکنه: حمید الرحمن حمیدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړى مبحث : قرآني دلائل
په ختم النبوت باندې د قرآن کريم څخه دليلونه په مختلفو طريقو او شکلونو سره راغلي دي چې هر يو به ئې په مفصل ډول تشريح شي ان شاء الله .
اول دليل : په ختم النبوت باندې تصريح :
الله (جل جلاله ) فرمائې:﴿ مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا﴾. (سورة الاحزاب ، آيت ٤٠)
ترجمه : نه دى محمد ( صلى الله عليه وسلم ) پلار د هيچا د نارينو ستاسو نه ليکن رسول د الله تعالى دى او آخري دى د پيغمبرانونه)
په پورته ايات کريمه کې ښکاره دليل دى په ختم نبوت د نبي (عليه السلام) باندې چې د پخوانيو انبياؤ سلسله په نبي (عليه السلام) باندې پایته ورسيده او د نبي کریم (عليه السلام) نه وروسته بل نبي اورسول نه راځې او دغه پورته معنى مفسرينو د اسلام د اول وخت څخه تر نن ورځي پوري فهم کړې ده .
۱- مشهور مفسر امام ابوجعفر الطبري (رحمة الله عليه) په تفسير ددې ايات کې وائې : الله (جل جلاله ) فرمائې اي خلکو نه دى نبي (عليه السلام) پلار د زيد بن حارثة او نه پلار د يو تن د نارينه ؤ ستاسو نه هغه نارينه چې د محمد ( صلى الله عليه وسلم ) نه نه دي پيداشوي چې حرامه شي په نبي (عليه السلام) باندي نکاح د ښځي د هغه پس د جداوالي د ميړه نه ليکن محمد ( صلى الله عليه وسلم ) د الله (جل جلاله ) رسول او آخري پيغمبر دى هغه شانته پيغمبر دى چې نبوت ورباندې ختم شوى ، پس نه به ورکول کيږي منصب د نبوت هيچا ته وروسته د نبي (عليه السلام) نه تر راتلو د قيامت پوري او الله (جل جلاله ) په هر څه ستاسو د اعمالو او اقوالو (( ويناوو )) او نورو اشياء څخه خبردار دى او نه پټيږي په الله (جل جلاله ) هيڅ شى ، او بيا د قتادة قول ذکر کوي چې د (( خاتم النبيين )) معنى دا ده چې نبي (عليه السلام) د نورو انبياء آخري نبي دى. (١)
۲- حسين بن مسعود الفراء البغوي (رحمة الله عليه) وائې ( وخاتم النبيين ) ((ختم الله به النبوة )) يعني الله (جل جلاله ) په ده ( صلى الله عليه وسلم ) باندې پيغمبري ختمه کړې او يو روايت د ابن عباس (رضى الله عنه) دى چې د الله (جل جلاله ) اراده بيا داسي وه که چېرته ما په نبي (عليه السلام) د نبوت منصب نه ختمولى نو ما به د نبي کریم (عليه السلام) لپاره نارينه زوی ورکړی ؤ چې دده نه وروسته به نبي وای. (٢)
۳- محمود بن عمر الزمخشري (رحمة الله عليه) د (وخاتم النبيين) ايات په باره کي وائې: که چيرته د نبي (عليه السلام) بالغ زوی چې رسيدلى واى مرتبې د سړيو ته هغه به پيغمبر ؤ او نبي(عليه السلام) به خاتم النبيين نه ؤ. (٣)
۴- فضل بن حسن الطبرسي د ( وخاتم النبيين ) آيات په باره کې وائې :
رسول الله صلی الله علیه وسلم آخري نبي دى د نبوت سلسله په ده باندې ختمه شوې او دده شريعت د قيامت تر ورځي پورې باقي دى او د ا د نبي کریم (عليه السلام) لپاره فضيلت او بهتري ده چې د ټولو انبياء او رسولانو دجملى څخه نبي (عليه السلام) په دې بهترۍ سره خاص کړى شو. (۴)
۵- عبدالرحمن بن علي بن محمد بن الجوزي د ( وخاتم النبيين ) ايات مبارکه په تفسير کې وائې : خاتم النبيين چې څوک په کسري د (تا) سره وائې نو د هغي معنى دا شوه ( د انبياؤ د سلسلي ختموونکی ) او څوک چې په فتح د (تا) سره وائې نو معنى دا شوه ( روستنى ) آخري د انبياؤ . (۵)
بيا ددې خبرې په تائيد کې یې د ابن عباس (رضي الله عنه) قول ذکر کړى چې مخکي بغوي (رحمة الله عليه) ذکر کړى ؤ .
۶- ناصرالدين البيضاوي د ( وخاتم النبيين ) ايات باره کې داسي وائې : نبي (عليه السلام) وروستنى پيغمبر دى چې د نبوت سلسله ئې پای ته ورسوله يا په ده باندې سلسله د انبياؤ پائي ته ورسيده (۶)
۷- ابوالفدا اسماعيل بن کثير (رحمة الله عليه) وائې دا آيات ( ماکان محمد ...الخ ) ښکاره دليل دى په دې خبره باندې چې د محمد ( صلي الله عليه وسلم ) څخه وروسته بل نبي نشته او هر کله چې بل نبي نشته نو بل رسول خو په طريقه اولى سره نشته ځکه مقام د رسالت خاص دى تر مقام د نبوت نه نو هر رسول نبي دى او عکس نشته او په دې خبره باندې د نبي (عليه السلام) څخه ډير متواتر احاديث د يوې ډلې د صحابه کرامو څخه راغلي دي. (۷)
۸- علاء الدين علي بن محمد بن ابراهيم المعروف بالخازن وائې : الله تبارک وتعالي په نبي (عليه السلام) باندې نبوت ختم کړو دده نه وروسته به بيا نبوت نه وي . (۸)
۹- محمد جمال الدين القاسمي وائې : د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په بعثت سره د نبوت منصب ختم شو ځکه هغه د ټولو لپاره نبي دى او مصداق د ختم النبوت ښکاره کيږې په نا اميدي د هغو کسانو سره چې هغوی د عوى د نبوت کړې ده د نبي (عليه السلام) نه وروسته تر قيامته پوري. (۹)
دا پورته چې ذکر شول د ا د مفسرينو ويناوي وې په معنى د ايات د ختم النبوت کې دا ټول داسې ښکاره او واضحه اقوال دي چې په ښکاره کولو د مراد کې بلکل واضحه دي او مراد زمونږ دا دى چې د نبوت يا پيغمبرۍ سلسله ختمه شوې په نبي (عليه السلام) باندې او نبي (عليه السلام) آخري پيغمبر دى او په مفسرينو کې هيچا ددې قول خلاف نه دى کړى .
۱۰- په ايات د ( خاتم النبيين ) کې دوه قرأته دي ، اول قرأت ( خاتِم ) په کسري د ((تا)) سره او دوهم قرأت : (خاتَم) په فتح د ((تا)) سره مفسرين وائې چې قرأت د کسري د ((تا)) دا د جمهورو قرأت دى همدارنګه د ښارونو والا ؤ قرأت هم دى او قرأت په فتح سره په مابين د قاريانو کې لږ استعماليږي همدا وجه ده چې مفسرين دغه قرأت يو څو قاريانو ته منصوبوي لکه عاصم ، حسن ، او ابن عامر او د کسري د قرأت لپاره علامه طبري (رحمة الله عليه) قرأت د ابن مسعود (رضي الله عنه) د تائيد لپاره پيش کړى دى هغه داسې وائي : (ولکن نبيا ختم النبيين) بيا وائې قرأت د ابن مسعود (رضي الله عنه) دليل دى په صحت د قرأت د کسرى سره نو معنى دايات دا شوه :
( فطبع عليها فلا تفتح _ اي النبوة لاحد بعده ( صلي الله عليه وسلم )_ الى قيام الساعة ) (۱۰)
ژباړه : په منصب د نبوت باندې مهر ولګيدو نه به خلاصيږي يا نه به کلاؤ کيږي نبوت د هيچا لپاره د محمد ( صلي الله عليه وسلم ) نه وروسته تر قيامته پورې .
او امام بغوي (رحمة الله عليه) وائې ابن عامر او عاصم خاتم په فتحي سره قرأت کړى چې دا اسم دى په معنى د آخر يا وروسته سره دى ( اي آخرهم ) او نورو په کسري سره قرأت کړی چې دا فاعل دى ( لانه ختم به النبيين فهو خاتمهم ). (۱۱)
ان شاء الله نور بیا.............
اړوند:
-----------------------------
(١) ابوجعفر، محمد بن جريرالطبري ، جامع البيان عن تاويل القرآن ، ج ٢٢، ص ١٦، مطبعة دارالکتب المصرية ، طبعة الاولي .
(٢) حسين بن مسعود الفراء البغوي ، معالم تنزيل ، ج ٦، ص ٥٦٥، مطبعة المناربمصر، الطبعة الاولي ، مطبوع مع تفسير ابن کثير .
(٣) محمودبن عمرالزمخشري ، الکشاف، ج ٣، ص ٢٣٩، مطبعة مصطفي محمد،الطبعة الاولي .
(۴) ابوعلي ، فضل بن حسن الطبرسي ، مجمع القرآن في تفسير القرآن ، ج ٢٢، ص ١٤٨، مطبعة دارمکتبة الحياة ، بيروت .
(۵) ابوعبدالرحمن بن علي بن محمد الجوزي ، زادالمسير ، ج ٦، ص ، ٣٩٢، طبعة المکتب الاسلامي بدمشق ، الطبعة الاولي .
(۶) ناصرالدين البيضاوي ، انوارالتنزيل واسرار التاويل ، ص ٥٥٩ ، المطبعة العثمانية المصر .
(۷) ابوالفدا ، اسماعيل بن کثير الدمشقي ، تفسيرابن کثير، ج ٣ ، ص ٤٩٣ ، مطبعة الاستقامة بالقاهرة ، الطبعة الثالثه .
(۸) خازن ، علاء الدين بن محمد ، کتاب التاويل في معاني التنزيل ، ج ٣ ، ص ٦١١
(۹) محمد جمال الدين القاسمي ، محاسن التاويل ،ص ٣٨٦٦ ، ط، دارالکتب العربية بمصر، الطبعة الاولي ، تحقيق محمد فواد عبدالباقي .
(۱۰) تفسيرطبري ، ج ٢٢ ، ص ١٦
(۱۱) معالم التنزيل ، ج ٦ ، ص ٥٦٥