رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
وَإِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيمِ. رواه البخاري
ژباړه: او د اعمالو اعتبار د خاتمې پر عمل دی.
تشریح: یعني هغه اعمال اعتبار لري چي پر هغه خاتمه وسي. بنده باید هره لحظه په الهي اطاعت تیره کړي، هر وخت د ګناهو څخه ځان وساتي ځکه د مرګ راتلل نامعلوم دي ترڅو داسي وخت مرګ ورته رانسي چي په ګناهو مبتلا وي او د توبې وخت پیدا نکړي.