محمد عثمان پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو هلک څو کاله د یو رسام شاګرد و او د رسامۍ ټول مهارتونه ئې ځني زده کړل، یوه ورځ ئې استاد ورته وویل: تاسي نور استاذ سوي یاست او زه نور څه یاد نه لرم، چي تاسي ته ئې در زده کړم.
هلک هم ښایسته رسامي وليکله او هغه ئې د لاري سره راوځړوله، لږ قلمونه او رنګ ئې ورسره کښېښود او له لارویانو ئې وغوښتل، چي که چیري ددې رسامۍ پر هرځای باندي نیوکه لرئ، هغه ځای باندي ناسم ✘ علامه وليکئ.
مازیګر ئې چي کله خپل رسم سوی انځور ولید، ټول چلیپه (✘) سوی وو، سخت ناامیده او خپه خپل استاد ته راغلی
.
استاد ئې ورته وویل: "کیدای سي همغسي یو بل انځور رسامي کړې؟" شاګرد عین شکل هماغسي یو تصویر بیا رسامي کړ، استاد ئې هغه تصویر بیا هماغه ځای کي را ځوړند کړ، قلم او رنګ ئې ورسره کښېښود او د تصویر ترڅنګ ئې ولیکل:" که چیري د تصویر کوم ځای غلطي لري هغه اصلاح کړئ."
مازیګر چي راغلل ګوري رسم سوی انځور کي لاس نه وو وهل سوی!
شاګرد خوشحال انداز باندي استاذ ته وکتل، استاذ ئې ورته وویل:."اکثره انسانان د انتقاد قدرت لري خو د اصلاح نه."
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه