تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي امامت او حکمراني
 
  October 12, 2014
  0
لیکنه: نوید احمد

د حدیث شریف له مخي د ښځي عقلي پیاوړتیا نسبت نارینه ته لږ ده نو ځکه موږ د نړۍ په تېر او اوسني دور کي وینو چي حکومتي چاري اکثره نارینه سمبالوي او د ژوند په ټولنیزو، علمي، اقتصادي، صنعتي او نورو  اړخونو کي هم اکثره نارینه نسبت ښځو ته زیاته ونډه لري. 

 او ښځه ناقص الدین ده، چي پر خپل معلوم وخت د حیض مریضي ورته راځي او طبي ماهران وايي چي په دغه وخت کي د ښځي دماغي توازن د پخوا په نسبت نه وي برابر (نو په داسي حالت کي د ملک چاري سمبالول څومره خطرناک دي؟). او ددې ترڅنګ نفاس چي د کوچني تر پیدایښت وروسته يې ښځه ویني یوطبعي مریضي ده چي په دغه وختونو کي د ډیرو عبادتونو څخه لا هم  منع سوې ده.

ښځه د خپل طبعي جوړښت له مخي نازک طبیعته ده او د حکمرانۍ لپاره شجاعت شرط دی. ښځه د شهوت مرکز دی ستر او حجاب به کوي، د مخلوط محفلونو څخه به ځان ساتي. حتی بې ولي نکاح نه سي کولای نو د وطن حکمراني به څنګه وکړي؟ اصلاً ښځه د کورنیو چارو مسؤله او نارینه د بهرنیو چارو مسؤل دی.
 
البته ښځه چي کوم ځانګړی استعداد لري هغه بیا په نارینه کي نسته، لکه ترحم، نرم دلي، د اولاد د روزني مهارت، د کور دننه د ژوند  چاري اداره کول او داسي نور....

د حنفي مذهب د حدیثو په مشهور کتاب اعلاء السنن کي علامه ظفر احمد عثماني رحمة الله علیه لیکي چي د امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه ‏څخه روایت دی چي ويې فرمایل:
لا تؤم المراة.  (۱)
ژباړه: ښځه دي امامت نه ورکوي.

د یوه هیواد ټولي حکومتي چاري منظمولو ته امامت الکبری وایي ښځه خو د امامت الصغری (لمونځ ورکولو) څخه لا هم منع سوې ده نو کبری به څنګه وکړي؟

حتی د ښځي امامت، اقامت، خطبه او تقریر لا هم حرام دی. 

د ښځو یو لوی لښکر لا هم د یوه سرحد حفاظت نه سي کولای نو د ملک حفاظت به یوه ښځه څنګه وکړي؟ ښځي ته الله عزوجل جلا استعداد ورکړی دی (چي هغه بیا په نارینه کي نسته) لکه د اولاد پیدا کول، روزل، تربیه کول، د کور نظام پیاوړی کول.
 
خو ښځه حکومتي حاکمه کول "وضع الشئ في غیر محله" دی یعني هغوی د خپل اصلي ځای څخه په بل ځای کي استعمالول دي چي دا سراسر ظلم دی.

نن سبا هغه ښځي چي په سیاسي چارو کي لاس لري تر ډېره حده شرعي حدود نه مراعتوي او نه ستر او حجاب ته خاص ارزښت ورکوي یعني دیني احکام تر سیاسي اهدافو قربانوي. 

الله جل جلاله فرمايي: الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ ...(۲) 
ژباړه: نارینه حاکمان مقرر سوي دي پر ښځو باندي په دې سبب چي الله ځینو د دوی ته پر ځينو نورو باندي فضیلت (لويي) ورکړی دی.

په پورته ایت شریف کي خو نارینه پر ښځو حاکمان بلل سوي نو څنګه به ددې الهي حکم برعکس څوک ښځي پر نارینه وو حاکماني ټاکي؟ 

نو ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً. (۳)
ژباړه: هغه قوم هیڅکله نه سي کامیاب کېدلای چي د خپل (ملک او سلطنت) واک د ښځي په لاس کي ورکړي.

په بل حدیث شریف کي راځي: وَأُمُورُكُمْ إِلَى نِسَائِكُمْ فَبَطْنُ الأَرْضِ خَيْرٌ لَكُمْ مِنْ ظَهْرِهَا. (۴)
ژباړه: او کله چي مو معاملات ښځو ته وسپارل سي نو د مځکي تر شا د (مځکي) نس ستاسو لپاره بهتر دی.
 
کفري نړۍ حکومتي چوکۍ خپل حق، مفاد او د ځان ګټه بولي خو په اسلام کي د حکومت چاري د چا حق نه دی بلکي یو ډېر ستر او دروند بار او مسؤلیت دی چي په لږ خیانت د دنیا او اخرت د ذلالت او عذاب باعث کېدای سي. الله عزوجل د ښځي سره ترحم کړی دی چي ددې بار او مسؤلیت څخه خلاصه کړې ده او دا دروند بار یې نارینه ته سپارلی دی.
 
--------------
(۱): اعلاء السنن، المحدث العلامة ظفر احمد عثماني رحمة الله علیه: جزء الرابع، باب کراهة جماعة النساء، ص ۲۴۳، ادارة القران وعلوم الاسلامیة
(۲): سورت النساء، ایت: ۳۴
(۳): رواه البخاري. دا ټول مضمون د یوه څه تغیر سره د عقائد الاسلام کتاب څخه اخذ دی. ص۲۴۶
(۴): رواه الترمذي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته