تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٩۲۰)
نوم: نثاراحمد
سوال : دلته په استراليا کي ډېري مسلماناني ښځي حجاب نه پر سر کوي ايا د دوي روژه صحيح ده او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
حجاب پر ښځو لازم دى خو د روژې له پاره شرط نه دى دداسي ښځي روژه هم صحيح کيږي، ځکه په شريعت کي روژه دې ته وايي چي د روژې په نيت د صبح صادق څخه بيا تر لمر لويدلو پوري څوک خوراک، څښاک او جماع ونه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): هو الامساک نهارا عن ادخال شئ عمدا او خطا بطنا او ماله حکم الباطن عن شهوة الفرج بنية من اهله. طحطاوي: ص٣٤٦.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان