تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٩٢٦)
نوم: شهزاده
د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان )
سوال : که چيري په روژه کي د سړي څخه انجلۍ سره په خبرو کولو، يا په کوم بل شي د (ذکر) څخه دخوند اوبه( مزي) خارج سي روژې ته څه تاوان رسوي او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په ياد سوي صورت کي روژه نه ده ماته بلکه پر خپل حال پاته ده، البته د نابلده محرمي ښځي سره بى له اړتيا خبري کول ناجائز کار دى، په ځانګړې توګه د شهوت خبري او هغه هم په روژه کي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا نظر إلى امرأة بشهوة في وجهها أو فرجها كرر النظر أولا لا يفطر إذا أنزل كذا في فتح القدير ، وكذا لا يفطر بالفكر إذا أمنى هكذا في السراج الوهاج. الفتاوي الهندية: ج١، ص٢٠٤، مکة المکرمة موافقاً لرشيدية طبعاً.
(٢): ٤٦٥٤: في البقالى: مس الصائم امراته وامذى لا يفسد الصوم. فتاوي التاتارخانية: ج٣، ص٣٨٧. چاپ. رشيدية.
(٣):وَلَوْ أَمْذَى بِتَكْرَارِ النَّظَرِ ، فَظَاهِرُ كَلاَمِ أَحْمَدَ لاَ يُفْطِرُ بِهِ ، لأِنَّهُ لاَ نَصَّ فِي الْفِطْرِ بِهِ ، وَلاَ يُمْكِنُ قِيَاسُهُ عَلَى إِنْزَال الْمَنِيِّ ، لِمُخَالَفَتِهِ إِيَّاهُ فِي الأْحْكَامِ ، فَيَبْقَى عَلَى الأْصْل. الموسوعة الفقهية الکویتیة: ج٢٨، ص٣٤، وزارة الاوقاف.
(٤): قَال الْقَلْيُوبِيُّ : النَّظَرُ وَالْفِكْرُ الْمُحَرِّكُ لِلشَّهْوَةِ ، كَالْقُبْلَةِ ، فَيَحْرُمُ وَإِنْ لَمْ يُفْطِرْ بِهِ. الموسوعة: الفقهية: ج٢٨، ص٣٤. چاپ: وزارة الاوقاف.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان