رسول اقدس صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د کونډي او د مسکین سره کوښښ کونکی (د هغو د اړتیاوو پوره کونکی یا احوال پوښتونکی په ثواب کي) داسی دی لکه د الله په لاره کي مجاهد (او زما ګمان دی چي داسي یې هم وفرمایل چي) هغه داسي دی لکه هغه د شپې لمونځ کونکی چي سستي نه کوي او لکه هغه روژه نیونکی چي روژه نه ماتوي.متفق علیه