تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ازرانه شی په ګران قیمت ورته ویل
 
  March 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۵۵۴)

نوم: روح الله هلالي

د اوسېدو ځای: بلوچستان پښين

سوال : ماپه (۸۰)افغانې یوشى رانیولی اورانیونکې ته وایم چي ماپه ۱۰۰ افغانۍ رانیولى اوتاته یې په ۱۲۰درکوم دغه ګټه زمالپاره څنګه ده ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 ګټه درته روا ده ، خو درواغ ويل ناروا دي ، که چيري ياد سوى شى د مصرف سره تاته په ١٠٠ افغانيو لويدلى ؤ ، بيا به داسي وائي چي ماته په (١٠٠) افغانۍ پروت دی یا لوېدلى دى ، تاته ئي په (١٢٠) افغانۍ درکوم.
او که مصرف يې نه وي ، د درواغو څخه د را ګرځېدو له کبله به ته داسي وايي چي دغه شى ما په دومره قيمت کړيدى او تاته ئى په دومره درکوم. 
 
په سوال کي ذکر سوي صورت په درواغو کي راځي .

جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ويقول قام على بكذا ولا يقول اشتريته بكذا كيلا يكون كاذبا. الهدایه : ج۳ : ص۷۱ : باب المرابحة والتولیة.
 
(٢): و اذا اشترى الرجل متاعا قم رقمه باکثر من ثمنه ثم باعه مرابحة على رقمه جاز ولا يقول اشتريته فان ذالک کذب ولکن يقول رقمته فانا ابعيه على ذلک. نهاية حاشيته الهدايه: ص٧١.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته