رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ أَنْ يَتَدَافَعَ أَهْلُ الْمَسْجِدِ لَا يَجِدُونَ إِمَامًا يُصَلِّي بِهِمْ. رواه أحمد وأبو داود وابن ماجه
ژباړه: د قیامت د علامو څخه یوه علامه دا ده چي د مسجد خلګ به امامت دفع کوي (امامت به نه کوي) امام به نه سي پیدا کولای چي دوی ته لمونځ ورکړي. (یعني د دین څخه جهل او ناپوهي به دومره ډېره سي).