تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: غلا سوي پیسې بیرته مالک ته ورکول
 
  March 4, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٣۱)

نوم: وليد

سوال : يو  کس چي د يو بل چا سره كار كوي او بيا ورڅخه غلا  وكړي په وارو، وارو ، خو بيا څه موده وروسته  هغه پر پښېمانه سي ، خو دا هم نه ور ورته معلومه چي څو پيسې مي غلا کړي دي  او د شرم څخه يې و خپل خاوند ته ورکولاى هم نه سي ، نو دى بايد څه وکړي ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

دغه کس دي د غالب ګمان له مخي چي څومره پيسې يې د بل څخه  غلا کړي دي ، هغومره پيسې دي د هبې او سوغات يا په بل هر نامه چي وي د پيسو و مالک ته ورسوي ، د هغه د حق په اداء کولو کي دې ته اړتيا نسته چي د غلا يادونه به ورته کوي بلکي حق دي یې په هر ډول چي وي ور ورسوي .

 جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلم دارالافتاء
کندهار افغانستان



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وعلى الغاصب رد العين المغصوبة معناه ما دام قائما لقوله عليه الصلاة والسلام:على اليد ما أخذت حتى ترد . الهدايه : ج٣ ، ص٣٧٣ ، کتاب الغصب .
(٢): وَيَجِبُ عَلَى الْغَاصِبِ رَدُّ عَيْنِهِ عَلَى الْمَالِكِ وَإِنْ عَجَزَ عَنْ رَدِّ عَيْنِهِ بِهَلَاكِهِ فِي يَدِهِ بِفِعْلِهِ أَوْ بِغَيْرِ فِعْلِهِ فَعَلَيْهِ مِثْلُهُ . الفتاوي الهنديه : ج٥ ، ص١١٩ ، الباب الاول في تفسير الغصب وشرطه .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته