رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ. متفق علیه
ژباړه: زما وروسته ما کومه داسي فتنه (امتحان) نه ده پرې ایښې چي د نارینه لپاره د ښځو تر فتنې زیاته ضررناکه وي. (یعني د ښځو فتنه او امتحان د نارینه وو لپاره تر ټولو زیات ضررناکه دی، طبیعت عموماً د ښځو خوا ته مایل وي، په حرام د اخته کېدو بېره وي او چي نارینه د ښځو ټول خواهشات پوره کوي جنګ او جنجال رامنځ ته کیږي)