حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (هغه وخت هم را روان دی چي) زمانې به یو بل ته نژدې سي، علم به پورته کړل سي، فتنې به ښکاره سي، بخل به (په زړونو کي) واچول سي (صانع به په صنعت کي، عالم به په علم کي او غني به په مال کي بخل کوي) او هرج به ډېر سي. صحابه کرامو پوښتنه وکړه چي هرج څه شي دی؟ ده مبارک وفرمایل: قتل. متفق علیه