تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوحنیفه رحمه الله او قیاس
 
  May 29, 2015
  0

 ډېر وخت داسي وي ،چي په حنفي مذهب باندي څوک پوه سوى نه وي او پوره څېړنه يې نه وي کړې نو ځکه اعتراض ورته پيدا سي يعني داچي زيات وخت داعتراض منشاء  نه تحقيق له امله وي.


که پورته څو اصول په نظر کي ونيول سي، دحنفيانو د مذهب پوره تحقيق به وسي ، دلايل يې وڅېړل سي نو ټولي غلط فهمياني به لمنځه ولاړي سي ،چي وايي ،چي د حنفي مذهب دلايل ضعيف دي ، يا داچي احناف پر احاديثو باندي قياس مخکي کوي.


داخبره ثابته ده ،چي ډېرو وتلو مجتهدينو د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ستاينه کړې ده خو دلته يوازي ديوه داسي عالم وينا رانقلوو ،چي په قرآن ، حديث او تصوف کي منل سوى کس دئ ، حنفي هم نه دئ بلکي شافعي عالم دئ نوموړى عالم علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  دئ ، دى مبارک که څه هم حنفي عالم نه دئ بلکي شافعي عالم دئ خو دهغه کسانو يې سخته غندنه کړې ده ،چي پر امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  او يا دده پر فقهي مذهب باندي نيوکي او اعتراضونه کوي.

علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  په خپل کتاب الميزان الکبري کي څو فصلونه د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ددفاع لپاره وضع کړي دي، نوموړى عالم فرمايي:

اعلم يا اخي اني لم اجب عن الامام في هذه الفصول بالصدور احسان الظن فقط ، کما يفعل بعضهم وانما اجبت عنه بعد التتبع والفحص في کتب الادلة ... ومذهبه اول المذاهب تدوينا وآخرها انقراضا کما قاله بعض اهل الکشف ... وقد تتبعت اقواله واقوال اصحابه لما الفت کتاب الادلة المذاهب فلم اجد قولا من اقواله واو اقوال اتباعه الا وهو مستند الي آية او حديث او اثر او الي مفهوم  ذالک او  حديث ضعيف کثرت  طرقه او الي قياس صحيح علي اصل صحيح، فمن اراد الوقوف فليطالع کتابي المذکور.(۱)

ژباړه : اې وروره! پوه سه ما،چي په دغه فصلونو کي دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  له لوري څخه کوم جوابونه ورکړي دي له دې امله نه دي ،چي زما باندي حسن ظن او يا حسن عقيدت دئ لکه ،چي دځينو خلکو هم دغسي عادت وي بلکي ما ،چي کوم څه ويلي دي هغه مي د کتابونو او دلايلو دپوره لټون وروسته ويلي دي ... څرګنده خبره ده ،چي دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  مذهب تر ټولو مخکنى مدون سوى مذهب دئ او ځيني د کشف څښتنان په دې باور دي ،چي تر ټولو وروسته به له منځه ځي... ما،چي کله دفقهي مذاهبو پر اقوالو باندي کتاب وليکئ نو دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه او دده دپيروانو داقوالو تتبع وکړه نو ما دده مبارک او دده دپيروانو په ويناوو کي داسي خبره پيدا نه کړه ،چي د لاندي شرعي حجتونو څخه دي مخالف وي:

يا دا چي دغه خبره به د قرآن سره موافقه وه ، ياد ا،چي د حديث سره به موافقه وه ، يا دا چي د کوم اثر سره به موافقه وه، يا دا چي دقرآن ، حديث او اثر د مفهوم سره به موافقه وه ، يا دا چي د کوم داسي ضعيف حديث سره به موافقه وه ،چي په ډېرو طريقو سره به روايت سوى و، يا دا چي د صحيح قياس سره به موافقه وه ،چي د صحيح اصل څخه به متفرع و، که څوک غواړي پوره معلومات لاسته راوړي نو په دې اړه دي زما مذکور کتاب مطاله کړي.

تر پورتني عبارت وروسته علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  دهغه کسانو په اړه مستقل فصل ايښى دئ ،چي پر امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  باندي الزام لګوي ،چي دى تر حديث قياس ته حق اوليت ورکوي، ددغه موضوع په اړه علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  ليکي:

اعلم  ان هذا الکلام صدر من متعصب علي الامام متهور في دينه غير متورع في مقاله غافلا عن قوله تعالي : ان السمع والبصر والفواد کل اولئک کان عنه مسؤلا...الخ.

ژباړه : پوه سئ! داخبري هغه څوک کوي ،چي دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  سره  تعصب لري ، په خپل دين کي دلاوره وي ، په خبره کي احتياط نه کوي او دالله جل جلاله ددې ارشاد  څخه غافله وي ،چي فرمايي: بېشکه د قيامت په ورځ د سترګي ، غوږ او زړه ټولو څخه پوښتنه کېږي.

علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  وروسته دا قصه هم ليکلې ده ،چي يوه ورځ حضرت سفيان ثوري رحمة الله علیه  ، مقاتل بن حيان رحمة الله علیه  ، حماد بن سلمة رحمة الله علیه  او حضرت امام جعفر صادق رحمة الله علیه  امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ته راغلل ددې لپاره ،چي دهغو اتهاماتو حال ځان معلوم کړي کوم ،چي دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  په اړه ځيني خلکو ويل: کله ،چي دوى مبارکان امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ته راغلل نو پوښتنه يې ځني وکړل ،چي ستا په اړه ځيني خلک داسي وايي ،چي ته قياس تر احاديثو مخکي کوې؟ ده مبارک په جواب کي ورته وفرمايل: قياس خو زه تر قرآن او حديث نه مخکي کوم بلکي تر اثر يې لا هم وروسته کوم ، بيا امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ودغو مبارکانو تر غرمې پوري دخپلي تګ لاري اړونده معلومات ورکړل، وروسته دغه مبارکان ولاړسول او وې فرمايل:

انت سيد العلماء فاعف عنا فيما مضي منا من قيعتنا فيک بغير علم.

ژباړه : ته دعلماوو سردار يې موږ ته دهغه بدګمانۍ په اړه عفوه وکړه کومه ،چي موږ مخکي دنه پوهاوي له امله درلوده.

علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  بيا يو فصل ايښي دئ ددې لپاره ،چي دهغه خلکو خبري رد کړي ،چي هغوى دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  پر مذهب باندي ددلايلو دضعف الزام لګوي ، دغه ترديد يې په مفصل او واضح ډول کړى دئ وروسته يې بيا يو فصل ايښي دئ په دې فصل کي يې ليکلي دي ،چي دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  مذهب په ديني لحاظ محتاط ترين مذهب دئ، علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  په دې اړه ليکلي دي:

فاني بحمد لله تتبعت مذهبه فوجدته في غاية الاحتياط والورع.
 
ژباړه : الله جل جلاله لره دي حمد وي ما دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  دمذهب دمسائلو تتع وکړه ما ته داخبره ثابته سوه ،چي دده مذهب محتاط ترين مذهب دئ او دتقوا څخه  ډک مذهب دئ.

دعلامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه دغه څو ويناوي مو دنمونې په ډول رانقل کړې دپوره تفصيل لپاره د علامه عبدالوهاب شعراني رحمة الله علیه  کتاب ميزان الکبري په دغه موضوع کي مطالعه کړئ.(۱)

ماخذ: موسیقي او نوي لیکوالان
مؤلف: مولوي عبدالهادي حماد
--------------------------------
(۱):الميزان الکبري للشعراني رحمة الله علیه  ،  ج : ١ ، ص : ٦٣ ، ٦٤، ط : مصطفي الباني مصر.
(۲):الميزان الکبرى ، ج : ١ ، ص : ٦٣ تر ٧٥
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته