تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور: بي بي سوده رضی الله عنها
 
  July 31, 2017
  0
 رالېږونکی: عبدالبصیر صمیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اصلي نوم يې سوده رضی الله عنها وه چي د قريشو د مشهوري قبېلي عامر بن لوئي څخه وه ، پلار يې زمعة بن قيس بن عبد شمس بن عبد ود بن نصر بن مالك بن حِسل بن عامر بن لوئي نوميدئ ، مور يې شموس د زيد بن عمرو انصاري لور وه.

مخکي له دې چي د نبي  صلی الله علیه وسلم  سره نکاح وکړي د سکران بن عمرو بن عبد شمس بن عبدود سره ئي واده کړی وو، او سکران  رضی الله عنه د حضرت سوده رضی الله عنها د اکا زوی هم وو.

بي بي سوده او سکران رضی الله عنهما د اسلام په لمړيو شپو او ورځو کي پر رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  ايمان راوړی، نو ځکه د اولنيو مسلمانانو څخه شمېرل کيږي.

بي بي سوده او سکران رضی الله عنهما دواړه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  په اجازه د مهاجرينو په دوهمه قافله کي و حبشې ته مهاجر سول، په يوه روايت کي راځي چي سکران  رضی الله عنه په حبشه کي وفات سو، خو د بل روايت په اساس مکې مکرمې ته تر راستنېدلو وروسته په مکه مکرمه کي وفات سو، او بي بي سوده رضی الله عنها  کونډه سوه، د سکران  رضی الله عنه څخه يې يو زوی د عبدالرحمن بن سکران  رضی الله عنه  پنامه درلودئ چي هغه د پارسيانو سره په جنګ کي په شهادت ورسېدئ.
 
 د سکران رضی الله عنه تر وفات وروسته بي بي سوده رضی الله عنها  د ډیرو مشکلاتو سره مخ سوه، او نبي  صلی الله علیه وسلم  ته داسي تشويش پيدا سو، چي قوم يې ظلم پر ونکړي او د مؤمنانو لمړۍ مور بي بي خديجه رضی الله عنها  هم وفات سوې وه، نو ځکه رسول  صلی الله علیه وسلم حضرت سوده رضی الله عنها  ته د نکاح وړانديز وکړ، سوده رضی الله عنها  د نبي صلی الله علیه وسلم  وړانديز قبول کړئ، او پلار يې د ۴۰۰ څلورو سوو درهمو په مهر سره نبي صلی الله علیه وسلم  ته په نکاح کړه ، په دې ترتيب سره بي بي سوده رضی الله عنها  د مؤمنانو په مېندو کي داخله سوه او د نبوت پرلسم کال د شوال په مياشت کي يې واده تر سره سو.

 
 
د حضرت بي بي سودې رضی الله عنها  ځانګړتياوي:

۱- د نبي  صلی الله علیه وسلم سره يې زيات محبت درلودئ.

۲ – په اخلاقي لحاظ د اطاعت او فرمانبردارۍ يوه نمونه وه، د حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روايت دئ چي رسول  صلی الله علیه وسلم  په حجة الوداع کي خپلو ښځو ته وويل چي زما د وفات څخه وروسته په کور کي کښېنئ، نو د رسول  صلی الله علیه وسلم  په دې امر هغې دومره کلک عمل وکړئ، چي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  تر وفات وروسته حج ته هم نه ولاړه، او ويل يې: چي ما حج او عمره دواړه اداء کړي دي، اوس د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  د حکم مطابق د کور څخه نه وځم .

۳ – په سخاوت کي هم ډېره مشهوره وه، يو وخت حضرت عمر  رضی الله عنه  د خپل خلافت په دوران کي يوه کڅوڼه د درهمونو څخه ډکه ورواستول، بي بي سوده رضی الله عنها  ورته وويل داڅه شي دي؟ 

ورته وويل سول چي دا درهمونه او پيسې دي ، نو ټوله درهمونه او پېسې يې د الله جل جلاله د رضاء لپاره پر خلکو تقسيم کړې.

بي بي سوده رضی الله عنها د حضرت عمر  رضی الله عنه د خلافت په وخت کي تقريباً ۸۰ اتياوو کلونو په عمر وفات سوه. 

پنځه احاديث يې رانقل کړي دي چي يو يې په بخاري شريف کي او نور يې په نورو کتابونوکي موجود دي .

د يادولو وړ ده چي بي بي سوده رضی الله عنها  د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دوهمه ميرمن ده، او نبي  صلی الله علیه وسلم  د هغې څخه اولاد نه درلودئ. (اُمهاتُ المؤمنين).

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۲ ګڼه
 
اړوند:
د مؤمنانو مندي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته