د کنایي طلاق ديني حكم دمخه بيان سو چي د سړي په نيت پوري اړه لري ، كه د طلاق په نيت يې ووايي طلاق په واقع كيږي او كه د طلاق په نيت يې استعمال نه كړي بلكي د بلي معنا د پاره يې وكاروي نو طلاق نه په واقع كيږي .
د طلاق د كنايي الفاظو قضايي حكم بيا بېل دى ، كه څوك خپلي ښځي ته د طلاق په كنايي الفاظو وږغيږي او بيا وايي ، چي زما مقصد طلاق نه وو بلكي د ددې وينا څخه مي د طلاق څخه ماسيوا بله معنا مراد وه ، که ښځه خپل مېړه په دې وينا كي درواغجن وبولي او دعوه په وكړي چي ستا مقصد طلاق وو او په دې وينا زه ستا څخه بېله سوم دلته بيا خبره محكمې ته راجع كيږي ، قاضي به د دوى تر منځ فيصله او پرېكړه كوي چي كوم يو په دوى دوو كي رښتنى دى .
انسانان يو د بل په ارادو او د زړو په حالاتو هيڅ علم نه لري نو ځكه قاضي ته د دې سړي د زړه اراده نه معلوميږي چي ده دا وينا د كوم مقصد په غرض كړې ده او دى چي كومه دعوه كوي چي وايي : زما مقصد طلاق نه وو هغه يې ښځه نه مني بلكي ښځه وايي : ما ته يې دا وينا د طلاق په مقصد كړې ده .
دلته قاضي د ظاهري قرينې او نښي پر بنسټ فيصله كوي په ظاهري نښه چي د هر يوه دعوه رښتنې معلومېده نو قاضي به د هغه په ګټه پرېكړه او فيصله كوي .
كه سړي خپلي ښځي ته دا وينا د غضب يا د طلاق د مذاكرې په حالت كي كړې وي نو د ظاهري حالت څخه يې داسي ښكاري چي دې سړي دا كنايي الفاظ د طلاق په نيت ويلي دي .
قاضي د همدې ظاهري نښي او حالت پر بنسټ د ښځي دعوه رښتني ګڼي او پريكړه كوي چي دې سړي خپلي ښځي ته طلاق وركړى دى او په دې پرېكړه دا ښځه طلاقه بلل كيږي .
كه سړی د طلاق كنايي الفاظ په داسي يو حالت كي بيان كړي چي په درد او غضب كي نه وي او نه د طلاق د مذاكرې مجلس وي او ښځه يې دعوه په وكړي چي تا دا وينا ما ته د طلاق په نيت وكړله ، خو مېړه يې دعوه ردوي او وايي چي زما مقصد طلاق نه وو ، نو دلته بيا ظاهري حالت د سړي پر صدق او رښتينتوب دلالت كوي ، قاضي به د سړي په ګټه پرېكړه كوي ، د ښځي دعوه به باطلوي.
دغه ډول قاضي د ښځي دعوه په هغه صورت كي هم ردوي چي مېړه يې د غضب يا د طلاق د مذاكرې په حالت كي په دا ډول كنايي الفاظو ورته وږغيږي چي هغه د ښكنځلو يا د ښځي د طلاق غوښتني په رد كي كارول كيږي .
لنډه داچي په كنايي الفاظو ديانتا هغه مهال طلاق واقع كيږي چي د طلاق په نيت يي ووايي ، ظاهري حالت چي يې هر ډول وي هغه ته اعتبار نه وركول كيږي ، بلکي د ده او د رب تر منځ د ده نيت ته اعتبار وركول كيږي .
او په كنايي الفاظو د قضا له مخي هغه مهال طلاق واقع كيږي ، چي د ظاهري حالت څخه يې داسي څرګنده سي چي ده دا وينا د طلاق وركولو په مقصد كړې ده .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي