تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي ښایست د هغې په کوږوالي کي دی
  تعلیم الاسلام
  September 30, 2017
  0

 

رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مشهور تاریخ لیکونکي او سیرت لیکونکي امام واقدي صاحب بیان دی چي یوه ورځ زه د خلیفه مهدي په حضور کي حاضر شوم او هغه ته مي یو څو حدیثونه بیان کړل حدیثونه هغه ولیکل بیا څه وخت وروسته هغه خپل کورته داخل شو چي کله هغه له کور څخه راوتی نو له غصې څخه د هغه مخ سور و او په غصه ؤ،  ما عرض وکړ چي امیرالمومنین خیر خو دی ؟ 

 

خلیفه مهدي وویل : زه خپلي میرمن خیزران ته ورغلم او هغې زما جامې په دومره زور سره کش کړې چي هغه څیري شوې او ویې ویل چي ما په تا کي د خیر څه اثر نه دی لیدلی . 

 

خلیفه نور هم وویل چي ای واقدي! تا ته ښه معلومه ده چي ما خیزران له  یو مریي خرڅونکي څخه اخیستې وه بیا ما هغه ازاده کړه او له هغې سره مي واده وکړ نو اوس هغه د باچا په محل کي زما د میرمن په حیثیت خوشخاله ژوند تیروي او د هغې د نازونو او ډول سنګار لپاره هغه شیان موجود دي چي هغه نورو ازادو ښځو ته هم ډیر کم رسیږي خو نن د هغې ذهن دومره بدل شوی دی چي هغې زما پر ټولو احسانونو اوبه تیري کړې او ویې ویل چي ما ستا څخه تر نن پوري څه خیر نه دی لیدلی او ما د هغې د دواړو بچو (هادي او هارون ) لپاره له مخکي څخه بیعت کړی دی زما څخه وروسته به دوی دواړه یو په بل پسې د مسلمانانو خلیفه ګان وي بیا هم دا ما ته پیغورونه راکوي چي ما د هغې لپاره هیڅ ښه نه دي کړي!

 

امام واقدي د خلیفه مهدي د خبري پر اوریدو وویل چي امیرالمومنین ! تاسو مه خفه کیږئ ځکه چي د نعمتونو نه منل  د ښځي فطرت دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دی : (خيركم خيركم لأهله وأنا خيركم لأهلي) ابن ماجة کتاب النکاح ۱۹۷۷

 

یعني په تاسو کي تر ټولو غوره هغه دی چي هغه د خپل کور والاوو لپاره ښه وي او د خپل کور والاوو په حق کي زه ستاسو تر ټولو ښه یم . 

 

په یو بل حدیث شریف کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دی . 

(استوصوا بالنساء فإن المرأة خلقت من ضلع وإن أعوج شيء في الضلع أعلاه فإن ذهبت تقيمه كسرته وإن تركته لم يزل أعوج فاستوصوا بالنساء.) بخاري ۳۳۱، مسلم ۱۴۶۸ 
 

ژباړه : د ښځو په اړه زما نصیحت یاد وساتئ ځکه چي ښځه له پښتۍ څخه پیدا شوې ده او په پښتۍ کي تر ټولو کږه برخه لوړه وي که ته دا بلکل د سیده کولو کوښښ کوې نو آخر به یې ماته کړې او که دا کږه پښتۍ ته هم داسي پريږدې نو دا به هم داسي کږه پاته شي . ( او له دې کوږوالي سره هم له دې څخه ګټه حاصلیږي ) نو تاسو خلګ د ښځو په اړه زما دا نصیحت یاد وساتئ او له هغوی سره ښه سلوک کوئ . 

 

واقدي پر دې موضوع یو څو نور حدیثونه خلیفه ته بیان کړل خلیفه مهدي هغه ته د دوو زرو دینارو د ورکولو حکم ورکړ کله چي واقدي د خلیفه له کور څخه خپل کور ته ورسیدی نو هم هغه وخت د شهزادګۍ خیزران  پیغام رسوونکي هم د هغوی په حضور کي حاضر شو او د شهزادګۍ ورکړل شوي تقریباً دوه زره دیناره يې د هغوی په حضور کي پیش کړل له دې څخه پرته جامې او بوټونه هم وو . شهزادګۍ له دې تحفو سره سره پر دې ښه کار د هغوی شکریه هم ادا کړه . 

(البدایه والنهایه ج ۱۳  ص  ۵۴۵ طبع  دار هجر / پاشلي ملغلري:ج۲، ص۸۰)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته