رسول الله ﷺ فرمایلي دي: الغنيمة الباردة الصوم في الشتاء. (رواه الترمذي)
ژباړه: یخ غنیمت (بې تکلیفه ثواب حاصلول) په ژمي کي روژه نیول دي.
تشریح: یعني په ژمي کي روژه نیول اسانه وي ځکه نه د ګرمۍ تنده وي او نه د اوږدې ورځي لوږه وي. ورځي یې د روژې لپاره لنډي او شپې یې د عبادت لپاره اوږدي وي. (مرقاة)