تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي اقتصاد ارکان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2020
  0

د اسلامي اقتصاد ارکان 

 

لیکنه : صابراحمد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسلامي اقتصاد په لاندي بنسټونو ټینګښت مندلی :
۱‍‍‍- دوه ګوني اقتصادي ملکیت (عام او خاص ملکیت )
۲- مقیده اقتصادي ازادي
۳- ټولنیز تکافل


لومړي دوه ګونی اقتصاد ملکیت : د ملکیت موضوع د اسلام د اقتصادي نظام له څرګندو شیانو څخه ده چی د اسلام د اقتصادي نظام له نورو نظامونو څخه جلا کوي. او په هره ټولنه کی اقتصادي فعالیتونو محر تشکیلوي له دي امله چی اسلام د ټولو څخه ورستني، پوره او شامل دین دي خپلي اقتصادي لارښوني د مالي ملکیت او د مال د ګټي وټي چاروته ورغځوي. مخکي له دي چي پدي واړو رکنونو(عام او خاص ملکیت ) باندي خبري وکړو په لنډه توګه د ملکیت په موضوع د پانګوال (سرمایه داري نظام ) او سوسیالیزم (اشتراکي نظام ) د دریځ څرګندونه کوؤ.


ملکیت د پانګوال (سرمایه داري) نظام له نظره 
سرمایه داري نظام د تولید د وسایلو د فردي ملکیت پر اساس چي له هر ډول قیوداتو څخه آزادي وي ټیګښت مومي د انظام د شتمني په لاس ته راوړلو او لګښت کي د هیڅ ډول قیوداتو او اخلاقي ارزښتونو پروانه ساتي هر شخص آزاد دي ، چي ټولو کوښښونه په لار واچوي تر څوله هري لاري څخه چي کیداي سي شتمني تر لاسه کړي او د خپلي خوښي سره سم ئی په لګښت ورسوي .


ماخذ: د اسلام مالي نظام: ص۱۷

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته