لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ژباړه: ابو أيوب رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ده و فرمايل: څوک چي د روژې د مياشتي روژه ونيسي او بيا د هغې پسې شپږ روژې د شوال (کوچني اختر مياشتي) ونيسي، نو داسي کيږي (په ثواب کي) لکه ده چي د ټوله کال روژه نيولې وي.
توضيح: علماو ددې حديث په تفصيل کي ليکلي دي: چي خدای پاک د مسلمان هره نيکي يو په لس باندي حسابي، نو چي کله څوک روژه د مياشتي د روژې او شپږ ورځي د شوال د مياشتي ونيسي، نو دا ځکه لکه روژې د کال کيږي چي دا کله کله ۳۶ ورځي کيږي، او ۳۶ چي په لس ۱۰ کي ضرب کړې ۳۶۰ کيږي چي هغه ورځي د سپوږميز کال دي، نو هره ورځ يي يو په لس ورته حسابيږي.
يادونه: دغه روژې که د اختر د لومړنۍ ورځي وروسته شروع سي ډېر ښه دی خو که څو ورځی وروسته شروع سی هم پروا نه لری، همدا راز که پرله پسې وي او که پرله پسې نه وي.
عَنْ أَبِى أَيُّوبَ صَاحِبِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: مَنْ صَامَ رَمَضَانَ ثُمَّ أَتْبَعَهُ بِسِتٍّ مِنْ شَوَّالٍ فَكَأَنَّمَا صَامَ الدَّهْرَ.[سنن ابي داود2435]
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net