تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فلسطین کي د معاصر یهودي دولت جوړېدني پس منظر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 26, 2023
  0

فلسطین کي د معاصر یهودي دولت جوړېدني پس منظر

 

لیکنه: ذوالکفل ذکي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

یهود د نړۍ تر ټولو پست فطرته، مکار او فریبکاره نسل دئ، په رګونو کي یې د وینو پر ځای حسد او کینه موجونه وهي، د تاریخ په اوږدو کي یې تل ملتونه سره پاشلي. همدا یهود دي، چي نعوذبالله من ذالک د عیسی علیه السلام د شهیدولو دعوه لري، همدا یهود وه چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مخکي یې سلګونه کلونه اوس او خزرج قبیلې سره وجنګولې، همدا یهود وه، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهـادت توطئې یې جوړي کړلې، د صحابه کرامو تر منځ یې د نفاق شیندلو هڅي وکړې، د عثمان رضی الله عنه په وړاندي یې د خوارجو یو ستر حرکت ایجاد او رهبري کړ، تر دې چي د همدې فتنې ښکار سو.


کله چي رسول صلی الله علیه وسلم له مدینې منورې وشړل، د خپل  مبارک وفات په وخت کي یې په یو موزونه موقع کي له جزیرة العرب څخه ددوی د ویستلو وصیت وکړ، چي بیا فاروق اعظم رضی الله عنه دا وصیت عملي او عربي خاوره یې ددوی له ناولو قدمونو پاکه کړه.


یهود په نړۍ کي پراګنده شول، د اردن، شام شاوخوا او اروپا ته وکوچیدل، ځانګړې خاوره او هيواد یې نلرلو، هر چیرته چي به دوی وه هلته به فتنې وې، سودي کاروبار به وه، ملتونه به یې یو دبل په مقابل کي راپارول، کله به یې یو ملت حمایه کاوه او کله بل، خپل تجارت یې پرې روان ساتلی وو، دا چي یهود د مکارۍ تر څنګ ډیر هوښیار هم دي نو په هره زمانه کي صنعتي ځواک او تجارت ددوی په لاس کي وي.
یو ورځ هټلر پر لار روان وو، چي د یو ښه باغ پوښتنه به یې وکړه داد چادئ؟
وای د فلاني یهودي.
دا د زرګرۍ دوکان د چا دئ؟
د فلاني یهودي.
دا ماڼۍ د چا ده؟
د فلاني یهودي.
نو یې اعصاب ورته خراب سول چي هر ښه شی د یهودي؟
د یهودو په وژلو یې پیل وکړ، شپږ لکه یهودان یې ووژل.


نړیوالو پدې فکر وکړ چي باید د نړۍ یهود یو محدودې جغرافیې ته راټول کړای سي، له زیات فکر وروسته یې فلسطین ددوی لپاره موزون ولیده، چي یو به غربي نړۍ ددوی له مکر او شره په امن کي وي او بل به په اسلامي نړۍ کي یوه سرطاني غده راشنه کړي.


یهودو هم فلسطین ته د تګ په پار زیاته دلچسپي درلوده، ځکه دوی په دې عقیده لري چي هر کله مو اقصی ونړوله او پر ځای مو هیکل سلیماني جوړ کړ، هغه وخت به پر نړۍ زموږ راج او پاچاهي پیلیږي، د همدې هدف د تحقق په پار همدا اوس یې په سلګونو پټ سازمانونه په کار بوخت دي، فکري روزنه او زمین سازي ورته کوي، نسلونه روزي، د نړۍ سترې کمپنۍ په مستقیم او غیر مستقم ډول تر واک لاندي راوستلي، د مسجد اقصی لاندي یې ستر - ستر تونلونه ویستلي، د نړۍ پر اقتصاد واکمن دي، ددوی په نظر دوی خپل هدف ته ډیر نژدې شوي دي، نو شپه او ورځ په کار او هڅو بوخت دي.


لومړۍ ځل یهودو خپل پوه شخص چي پدوی کي ډیر منل شوی وو ډاکتر او تکړه لیکوال ټراسو د عثماني خلافت آخري خلیفه سلطان عبدالحمید الثاني (رح) ته ورولیږه.


پدې وخت کي عثماني خلافت له سترو ننګونو سره مخ وو، اقتصادي مشکلات وه، نړیواله جګړه پیښیدونکي وه، عثماني بحري ځواک کمزوری شوی وو، پورونه ورباندې وه، له اروپایې صلیبیانو  سره ستري - ستري جګړې رواني وې، اسلامي نړۍ د پاشل کېدو په حال کي وه.
دا چي ډاکتر ټراسو ډیره خوږه ژبه درلوده لومړی د عثماني خلافت او خلیفه پر وصف پیل وکړ، بیا یې خلیفه ته وویل: چي قرضونه به مو در خلاص کړو، قرضونه به درکړو، پوهنتونونه به درته جوړ کړو، خپل تکړه او نخبه استادان به ستاسو په خدمت کي حاضر کړو، بحري ځواک به مو پیاوړی کړو، د اسلحو صنعت به در زده کړو او داسي ډیر نور پیشنهادات یې ورته وکړل. لکه څرنګه چي فلسطین ستاسو د خلافت یوه برخه ده، تاسو دومره وکړی چي په فلسطین کي لږ ځمکه پر موږ وپلورئ.


دا چي سلطان عبدالحمید ثاني "رح" دا مکار ګیدړ (یهود) ډیر ښه پیژندل، ددوی له اهدافو باخبر وو، د امت یو غمخوار او د اسلام په روح یو پوه شخص وو، ټراسو یې له خپل درباره وشاړه او ددوی دا پشنهادونه یې کلک رد کړل.


هماغه وه چي یهودو دا ځل د عثماني خلافت په نړولو پیل وکړ او په ۱۹۲۴م ترکي الاصله یهودي مصطفی کمال اتاترک ۶۰۰ کلن اسلامي خلافت ونړاوه، د خلافت له نړیدو وروسته  انګریزانو فلسطین اشغال کړ. تئودر هرتسل د [ اسرائیلي دولت ] په نوم یو کتاب ولیکه چي یو کال وروسته یې بیا د صهیونیزم حرکت ایجاد کړ.


 د انګریزي استعمار په دوران کي فلسطین ته د یهودو مهاجرتونه د یو طرحه شوي پلان پر اساس پیل شول، د نړۍ له کوټ - ګوټ څخه اسرائیل ډلي - ډلي په ځانګړو طیارو کي راوړل کېدل، په یو کال کي  ۶لکه یهود د نړۍ له هر کونج راوړل شول، د فلسطین هغې برخي ته به منتقل کېدل چي هغه زراعتي او د ښې آب او هوا درلودونکي ځمکه وه، ځمکي یې واخیستې، په کرنه یې پیل وکړ، کله چي لږ ځواکمن شول له فلسطینیانو څخه یې د ځمکو په غصب پیل وکړ، د مظلومو فلسطینیانو کورونه یې په زور نیول او یا به یې ویجاړول.


د انګریزانو له وتلو څخه څو ساعته وروسته په ۱۹۴۸م د مې په ۱۴ یهودي دولت اعلان کړل شو، چي سمدلاسه د امریکا او شوروي اتحاد لخوا په رسمیت وپیژندل شو. 


د عربي ممالکو لکه مصر، سوریه، عراق اردن او لبنان ځواکونه له اسرائیلو سره د جګړې په پار متحد شول، ستري جکړې وشوې اسرائیل ضعیف شول، زیاتې ساحې بیرته ترې فتحه شوې، چي په همدې وخت کي ملل متحد د اوربند غوښتنه وکړه او په ۱۹۴۹م کي د اوربند هوکړه وشوه.


پدې موده کي ټول غرب او امریکا د اسرائیلو ترڅنګ ودریده، قوي یې کړل، حربي ځواک یې ورته په یوه پرمختللي او معاصر ځواک بدل کړ، وې روزل او تقویه یې کړل. بیا یې جګړه پیل کړه، چي دا ځل یې عربي ځواک ته داسي ماتي ورکړه چي تر ننه ترې په ډار دي.


وروسته ورو - ورو عربي ممالک د فلسطین له قضیې څخه په شا کېدل او له اسرائیلو سره یې اړیکي جوړولې.


لومړی اسلامي هيواد چي له اسرائیلو سره یې په ۱۹۷۹م صلح وکړه هغه مصر وو،۱۹۹۴م کال کي اردن صلح ورسره وکړه او ورو - ورو نورو اسلامي هيوادونو له اسرائیلو سره د هوکړې مزي غزول، تر دې چي عربستان هم دا پست عمل وکړ او د امت قضیه، د عمر او صلاح الدین څخه را پاتې اقصی یې پر یهودو وپلورله، مظلوم فلسطینیان یې د وحشي درنده ګانو پنجو کي بند پریښودل. نن یهود د ټول صلیب په حمایت فلسطین بمباروي، ښځې او ماشومان شهیـدانوي، زندانونه یې له ځوانانو او نجونو ډک کړي دي، کورونه یې ویجاړوي، ځمکي یې غصبوي، له خپل هېواد او کلي یې شړي؛ خو په ۱،۸ میلیارده امت او د ۵۷ اسلامي هيوادو حکامو کي دا غیرت نشو پیدا چي د خپلي مسلماني خور اوښکي پاکي کړي، آسویلي یې واوري، زندانونه یې مات کړي او دا ځوریدلی ملت له اسارت څخه خلاص او د حریت په نعمت ونازوي.


موږ وبښه زموږ اسېرې اقصی!
حسبی الله ونعم الوکیل.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته