تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دا زماد پلار مسکن دی دا زما افغانستان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 14, 2023
  0

لیکنه: جبیر احمد مشهود/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

دا زماد پلار مسکن دی دا زما افغانستان

 

دا زماد پلار مسکن دی دا زما افغانستان
هدیره د اشغالګرو اریانا افغانستان 

                    ****

د شهید معصومو وینو رنګ راوړی ازادي ده
شریعت دی امارت دی، د طالب حکمراني ده
چل په خاورو د غربیانو فحاشي،  ډیمکراسي ده
د اشغال ملا ماته سوې د خوند ډکه زندګي ده
د وحشت ټغر ټول سوی خپره کور په کور خوښي ده
خدای دي تل لري سر لوړی پر دنیا افغانستان
                     ****

نه چا خپل کړ په فوځونو  نه چا خپل کړ په ډالرو
سر خوړلی دلته هر وخت مکرجنو، ځناورو
دا ټاټوبی د زمرو دی نه د غرب د لنډغرو
ګټه وړې نه ده هیڅ وخت له دې خاورې زورورو
هر اغیار په زور شړلی شازلمیو شملورو
ترانې وایې د فتحي او غزا فغانستان
                   ****                 
دا ټاټوبی د عمر دی ، دا ټاټوبی د منصور دی
د شهید ملا دادالله وینو شیندلی پرې سرور دی
چاچي موږ ته کړی ګواښ دی سر خوړلی یې ضرور دی
په روغ سر وتلی نه دی چي راغلی هر مغرور دی
غلامي پکښي پیغور ده، ژوند په دې خاوره کي حور دی
دا د شیخ المشایخ هیبة الله افغانستان
                    ****                      
دلته راج چلیدای نه سي د پردیو لیونیو
بس چلیږي دلته راج د سپین پټکیو شازلمیو
دلته ډار له مرګي نسته، دلته سر ځي تر غړیو
دلته سرې سکروټې مړې سوې په سرو وینو د تنکیو
دلته ماتي په بمونو سوې سینې د میړنیو
رنګ په وینو د طالب  او د ملا افغانستان
                   ****              
شریعت مو قائم کړی  ځکه بد سوو دنیاګۍ ته
ځکه وچه ملاتړلې ده بې شرمو بې شرمۍ ته
موږه نه کړو ننواتي او زارۍ سپیني ماڼۍ  ته
موږ مني په رسمیت به بله لار نسته نړۍ ته
په کلک هوډ فولادي عزم را وتلي یو سیالۍ ته
د مشهود د زړګي درد ته دی دوا افغانستان

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته