تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کوچنیانو مخته سګرېټ مه څکوئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 13, 2023
  0

لیکنه: حشمت الله مجددي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کوچنیانو مخته سګرېټ مه څکوئ!

 

زموږ په ټولنه کي نن سبا د کوچنیانو مخته سګرېټ څګول یو ناوړه عمل ګرځېدلی. زموږ په زیاترو کورونو کي پلرونه د خپلو کوچنیو اولادونو مخته سګرېټ څکوي دود/ لوګی يې د تنفس کولو پر وخت د کوچنیانو تر سږو رسیږي او د وخت په تېرېدلو کوچنیان په سګرېټو د اخته کېدو خطر له ځان سره لري. د کورنۍ مشرانو داسي کړني د کوچنیانو ژوند په خطر کي اچوي. دوی په راتلونکي کي په دې باوري کیږي چي کوم عمل زما پلار کوي هغه به زه هم کوم. 


نن چي کوم ځوانان په نشيي توکو روږد دي دا هغه د پرون کوچنیان دي چي پلرونه بې د دوی مخته نشيي مواد څکول. ما شخصاً په خپلو دوستانو کي ډېر پلرونه لیدلي چي کوچنیان يې په غېږه کي ناست وي د خپل کوچني په شتون کي یې سګرېټ لګولی وي او ښه یې په خوند څکوي. 


موږ د پوهنتون په شروع کي د خوشحال پېژندني یو تدریسي مضمون درلود په هغه کي د کوچني په اړه د خوشحال خان خټک، جان لاک چي (برتانوی فلیسوف وو) د چینایانو نظرونه د کوچنیانو د تربیې او روزني په اړه داسي وه: خوشحال خان د کوچني ماغزه سپین کاغذ ته ورته بللي دي چي کله کوچنی له موره پیدا سي هغه وخت د ده د زده کړو دوره پيل سي او هر عمل یا کړنه ډېر ژر مغزو ته سپاري. تر خوشحال وروسته د کوچني په هکله جان لاک هم ورته نظر ورکړی. چینایان بیا هغه وخت داسي یو نظریه درلوده چي کله کوچنی نړۍ ته راغی نو دوی به یو کلن بلي. یو کلن په دې مانا چي د کوچني تربیه د مور په نس کي پیلیږي.


 زموږ په زیاترو کورونو کي د کوچنيانو اساس ته خاصه توجو نه کیږي. دوی داسي فکر لري، ګواکي کوچنی په هیڅ نه پوهیږي. د ارواپوهني له نظره د کوچني ذهني قوه تر لویانو ډېره تیز کار کوي. نوي زیږدلي کوچنیان هر عمل په ډېره چټکي دماغ ته سپاري. موږ باید داسي عمل چي پایله سمه نه وي د کوچنیانو مخته ونه کړو. کوچني ته له پیدایشته داسي سالمه روزنه او تربیه ورکړو چي په لویوالي ښه تمه ځیني ولرو. 
سګرېټ څکول نن سبا ځوانانو ته په فېشن کي ورپاته دي. دې ناوړه عمل دوني غرق کړي چي حتا ډیری خو د چرسو څکول لا د اولادونو مخته عیب نه بولي. یو ځای روان وم دوه نفره مي پر موټرسایکل سپاره ولیدل د دوئ څخه یوه لګېدلی سګرېټ وغورځاوه. په لګېدلي سګرېټ کوچنی پېښ سو، له ځمکي یې ور واخیست خولې ته کړ او دود یې ځیني کش کړ.  


 فکر وکړئ!


سبا همدا کوچنی د ځوانۍ پړاو ته رسیږي هغه وخت به بیا له هیڅ نشیي دود مخ نه اړوي.  کوچنی په کوچنیوالي د درختي هغه لنده لښته ده چي هري خواته درسره کږېدلی سي. ستا هر مثبت عکس العمل ده ته مثبت فکر ورپېچکاري کوي او هر منفي عکس العمل دي منفي فکر ورپېچکاري کوي.  


یو کار دا وکړئ چي یو وار خپل د کور کوچنیان ښه په دقت مطالعه/ تر څېړني لاندي ونیسئ. کرار کرار به ډېر حقیقتونه درته ښکاره سي. خپل د کور کوچنیانو ته په سپکه مه ګورئ او مه هم ډېر توند ورسره ځئ. نرمي ورسره کوئ او په ښه ښایسته لهجه یې پوهوئ. د کوچنيانو ومخته ناوړه حرکات مه کوئ او مه هم خرابه لهجه ورسره کاروئ چي سبا خدای مه کړه دوی هم د دغسي کړنو ښکار نه سي. 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته