تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
افغانانو ته!
 
  May 1, 2012
  0

رالېږونکی: بشير احمد وصال

رازئ ملګرو ټول لکه د ستورو سره ټول شو
یو بڼ یوه ښکلا شو سره ګلونه د غاټول شو

رازئ له بینه وباسو دا کرکي توپیرونه
هدف مو یو فرمان مو یو تسپوغوندي پرې شپول شو

همغږي کړو لاسونه د ورورۍ او صداقته
په هر دښمن والله چي برخمن دبري خول شو

اوزبک تاجک ترکمنه فارسیبانه او پښتونه
بالا تر سیر چي نشو ټول تللي په یو تول شو

بیرغ د آزادۍ د هندوکش په څوکه خښ کړو
کتاب ته د تاریخ یو باب بیان د ننګ سمبول شو

اې ننګ پت او عزت باندی مئینو افغانانو
په خپله سره راشو سره کینو سره سول شو

مېړانه چي مو وستایي وصال د شعر په ژبه
په ګډه بیا را پاڅو د همدې شعرغزلبول شو
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته