څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: May 18, 2017
       
د انسان د ۶۳ کالو ژوند ویش
مولانا مفتي عاصم عبدالله صاحب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په اوسني وخت کي که چيري د يو عام انسان ژوند و ويشو، نو د ده اصلي او حقيقي ژوندد درو( ٣) کالو په شاوخوا کي کېږي. (د حقيقى ژوند څخه زموږ مراد  د انسان هغه ژوند دي د کوم شي لپاره چي ئې دى پيدا کړي دي. او هغه د الله تعالى عبادت دئ) د انسان حقيقى ژوند درې (٣) کاله دئ. راسئ! چي موږ خپل  ژوند و ويشو او وگورو چي داخبره تر کومي اندازې پوري سمه ده.  
 
ښه!  نو نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:

"زما د امت عمر به د٦٠ څخه بيا تر٧٠ کالو پوري وي." (مشکوة، رقم حديث: ٥٢٧٩)

 او په يو بل حديث کي ئې فرمايلي:
 
"زما د امت عمرونه به د٦٠ او٧٠ کالو په مابينځ کي وي او زما په امت کي به ډېر لږ کسان داسي وي چي تر٦٠ او ٧٠ کالو به تجاوز کوي". (مشکوة، رقم حديث: ٥٢٨٠)

په اوسني وخت کي د انسان عمر٤٠ يا٥٠ کاله وي. تاسو ئې فرض کړي چي د انسان ټوله عمر د ٤٠ يا ٥٠ پر ځاى ٦٣ کاله دي، ځکه چي زموږ د رسول صلی الله علیه وسلم    عمر مبارک همدومره وو، دا ٦٣ کاله زه او ته څنگه تېره وو. د ذکر سوى بحث څخه د دې شي احساس ورکول مقصد دي چي زموږ د دنيادارانو دا ٦٣ کاله ژوند څنگه تېرېږي؟ 

لکه څنگه چي تاسو پوهېږي چي نړيوال قانون  دا دئ، چي هر انسان روزانه  اته (٨) ساعته کار کوي او شپه او ورځ٢٤ساعته ده، په دې حساب سره که انسان په يوه ورځ کي اته (٨) ساعته کار وکړي نو په ٦٣ کالو کي ٢١ کاله عمر د ده په کار کولو کي تېرېږي.

  همدارنگه د طبي قانون مطابق په ٢٤ ساعتو کي اته (٨) ساعته خوب کول ضروري دي، نو که چيري انسان هره ورځ ٨ ساعته بيده سي نو په ٦٣ کاله ژوند کي انسان٢١  کاله په خوب باندي تېره وي.په داسي ډول زه او ته د درو شپېتو (٦٣)کالو څخه ٢١+٢١=٤٢ د نفس د خوشحاله کولو لپاره په کار يا خوب کي تېره وو. زموږ د دې ٦٣ کالو عمر څخه اوس ما او تا ته يوازي٢١ کاله را پاته سوه.

او دا خبره هم ټولو ته معلومه ده چي د ژوند د دوولسو (١٢) کالو څخه بيا ترديارلسو (١٣) کالو پوري انسان په شريعت مکلف نه وي. يعنى لمونځ، روژه، زکوة، حج او داسي نور عبادات که کوچني  ترسره نه کړي نو د الله  جل جلاله  د طرفه په دې سره نه نيول کېږي.او ټولو ته دامعلومه ده چي د ژوند دغه ١٢ څخه بيا تر١٣کالو کوچني په بازيو کي تېره وي. او د کورنۍ ټول غړي دا کوچني د بازيو په شيانو خطا باسي او د ده لپاره رنگارنگ تحفې يا د بازيو شيان ورته راوړي.

په هر حال انساني ژوند دغه ١٣ کاله په بازيو او لوبو تېرولو کي تېرېږي. د ژوند دغه١٣ کاله هم پر ٤٢ کاله باندي جمعه کړي، نو ٥٥ کاله به سي، دا هغه٥٥کاله دي کوم چي ده په بازيو او يا په کار کولو کي او يا هم په خوب باندي تېر کړي دي. او په ٥٥ کاله عمر کي انسان د خپل پالونکى خداى جل جلاله  هيڅ عبادت هم و نه کړي حال دا چي دى ئې د عبادت لپاره پيدا کړي وو او انسان خپل دا ٥٥ کاله د بدن د هوسايي لپاره تېر کړل او د کوم مقصد لپاره چي ئې انسان او پېرى پيدا کړى وو، تر هر څه زيات انسان په دې مقصد کي  پاته راغلي. (الاماشاءالله)
 
پنځه پنځوس (٥٥) کاله بې له عبادته تېرولو وروسته اوس زما او ستا عمر اته (٨) کاله پاته دي.

 اوس لږ  څه فکر وکړئ! چي آيا دا پاته اته (٨) کاله ژوند موږ په عبادت کي تېر وو؟ يا ښاغلى! داسي گرسره نه ده بلکي په موږ کي اکثره بې لمانځه ژوند کوي او بې لمانځه مړه کېږي. (الاماشاءالله)

نو واؤرئ! پاته اته (٨) کاله ژوند هم موږ په خوړلو او چيښولو او دلته هلته په تللو او ښځي او کوچنيانو سره په ساعت تېرولو او د قريبانو او دوستانو سره په ليدولو کي تېره وو، يا لمونځ گذاره کسان يو څه وخت د لمانځه په کولو کي تېره وي، مگر د بې لمانځه کسانو (او د علامه اقبال په قول) "زوړ گنهگاره" دا اته (٨) کاله هم په بې لمانځۍ او د نفس په ساتلو او خوشحالولو کي تېره وي.   

او دا ډول که دا اته (٨) کاله يوښه لمونځ کوونکى روزانه پنځه وخته لمونځ په پابندي سره ادا کړي نو په ٢٤ ساعتو کي به دى يو ساعت يا هم  يو نيم ساعت د پنځو وختو په لمونځو کي تېره وي.

خلاصه:

۲۱ کاله خوب
۲۱ کاله کار
۱۳ کاله کوچنیوالۍ
۵ کاله خوراک، چیښاک، مېلې، د دوستانو سره ملاقات، ساعت تیری وغیره
ټوله: ۶۰ کاله

زما ملگرو! موږ د خپل ٦٣ کالو ژوند ويش وکړي. (تاسو هم حساب ورته وکړي او ويش  ئې وگورئ) که چيري يو ښه لمونځ کوونکى هره ورځ يو ساعت يا يو نيم ساعت د پنځو وختو د لمونځو په کولو کي مصرف کړي نو په ٦٣ کاله کي يوازي٢ کاله اووه (٧) مياشتى او پنځلس (١٥) ورځي به ده  د الله تعالى په عبادت کي تېر کړي وي. اوس تاسو اندازه وکړئ چي يو دينداره مسلمان په ٦٣ کاله عمر کي خپل رب ته څونه وخت ورکوي  چا چي دى يوازي او يوازي د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي؟ او دى د خپل بدن د روزني لپاره څونه وخت مصرفه وي؟
 
د انسان د دونه ډېر غفلت سره الله تعالى د ده شا او مخ، لاندي او پورته، راسته او چپه طرفته د خپلو نعمتو جال غوړولي دي.

ملگرو! آيا موږ په شپه او ورځ کي د الله  جل جلاله  د نعمتو څخه برخمن نه يو؟ په ياد ولرئ که چيري موږ او تاسي بيده سو، نو هر وخت موږ د الله  جل جلاله  په نعمتو کي سر تر پښو پوري مست يو. د خوب راتلل او بيا د دې خوب په وجه زموږ د ورځي او د شپى ستړيا ليري کېدل ( که څه هم موږ سر تر پښو پوري په نافرمانيو کي غرق يو)  آيا دا دالله  جل جلاله   يو معمولي نعمت دئ؟ الله جل جلاله  دغه د ورځي او د شپې خوب ئې د خپلو نښانو او علامو څخه يوه علامه بيان کړې ده، په سورة روم، آيت ٢٣ کي الله  جل جلاله  فرمايي:

(وَمِنْ آيَاتِهِ مَنَامُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَابْتِغَاؤُكُمْ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ)
 
ژباړه: او دا د الله  جل جلاله   د نښانو او علامو څخه ده چي ستاسو بيدېدل د شپې او د ورځي د هغه د فضل (رزق) پلټنه کول په دې کي ډېر علامې د هغه چا  لپاره کوم چي (خبره) اوري (او هغه خوندي ساتي).

دا هغه خوب دئ کوم چي نن موږ ته الله  جل جلاله  زموږ د نافرمانيو سره سره موږ ته راکوي، بلکي د شپې په وخت کي په  خپل حکمت عملي سره الله تعالى ټول مخلوق؛ حيوانان، مرغان پر هر يوه باندي په يوه وخت په شپه کي دا خوب جبراً مسلطه وي، تر څو زما خاص بندگان او په عامه توگه زما نور مخلوق په آرامه سره خوب وکړي، په دې خاطر که چيري ئې يوازي پر يوه مخلوق باندي خوب مسلط کړي واى او هغه نور ئې پرې ايښي واى نو انسان به نه په شپه کي خوب کړي واى او نه به ئې په ورځ کي هيڅ آرام  پيدا کړي واى.

اوس لږ  څه فکر وکړئ! آيا دا د شرم خبره نه ده چي داسي احسان کوونکي چي موږ ئې د کوم مقصد لپاره پيدا کړي يو، موږ د هغه مقصد په پر ځاى کولو کي کوتاهۍ کوو؟ او د٦٣ کالو څخه موږ ٥٥ کاله د خپل بدن د هوساينۍ لپاره غوره کړواو يوازي دوو (٢) يا درو (٣) کالو په عبادت باندي (معاذ الله) هغه لوى څښتن سبحانه وتعالی   تېر باسو او د هغه د جنت اميد کوو چي د هغه جنت په باره کي الله  جل جلاله  فر مايي:
 
(عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ) (سورة الحديد، آيت: ٢١) 
 
ژباړه: د کوم جنت پراخوالي چي د آسمانو او مځکي د پرخوالي په اندازه دي. (که چيري اووه (٧)  آسمانونه او اووه(٧) مځکي څنگ پر څنگ کښېښول سي نو د جنت د پراخوالي سره به برابر سي) ( تفسير عثماني) 

نو د جنت اوږدوالى به ئې څونه وي؟ په دې الله  جل جلاله   ښه خبر دي. په دې آيت کي الله  جل جلاله  د داسي جنت د حاصلولو په خاطر موږ ته امر کوي او فرمايي: "وځغلئ د خپل رب د بخښنې و طرفته او د داسي جنت و طرفته چي د هغه  پراخوالي د مځکي او آسمان د پراخوالي سره برابر دي" مگر انسان د ځغستلو پر ځاى د جنت د حاصلولو په خاطر د جنت وطرفته تگ هم نه خوښه وي، او د ٦٣ کاله ژوند څخه يوازي دوه (٢) يا درې (٣) کاله د الله  جل جلاله  د عبادت په کولو کي تېر کړي او د داسي اوږد او پراخه جنت اميدونه او هيلي تړي، نو آيا داد پوهي څخه ليري او احمقانه خبره نه ده؟

ملگرو! دا خبره په ياد ولرئ چي د ٦٣  کالو ژوند څخه چي تاسو دوه (٢) يا درې(٣) کاله د الله  جل جلاله  په ياد او عبادت کي تېره وي، همدا هغه ستاسو اصلي او حقيقى ژوند دي.

په دې خبره ځان داسي پوه کړئ: 
 
 لکه څنگه چي يو شخص يو ځاى روزانه کار کوي، اوس که دى اته (٨) ساعته په امانت او ديانت سره  کار وکړي نو دا اته (٨) ساعته د ده اصلي او حقيقي کار بلل کېږي، نو دى د مالک څخه پوره تنخواه تر لاسه کوي. مگر که يو شخص خپل کار ته خو راځي مگر دى د اتو (٨ ) ساعتو پر ځاى يوازي يو ساعت په امانت او ديانت سره کار وکړي او پاته اووه (٧) ساعته دى په دفتر کي يا بيده وي او يا هلته دلته گرځي او مالک په ده خبر سي، نو د ده اصلي او حقيقي وظيفه به يو ساعت وشمېري ، که څه هم ده په دفتر کي اته ساعته تېر کړي دي، ځکه چي د ده اصلي وظيفه او کار هغه يو ساعت دي چي ده کار پکښي کړي وو او دى د هغه يو ساعت د تنخواه مستحق دي. که چيري دغه شخص د يوه ساعت د تنخواه پر ځاى د اتو (٨) ساعتو د تنخواه غوښتنه وکړيؤ نو ټول به و ده ته بې عقل ووايي او که مالک ته ئې غوسه ورسي، نو ده ته به د "وزه!"  لفظ ووايي.
 
ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د نیکیو غرونه

------------------------
حل لاره: (کتنپلاوی)
 
۱: مسلمان چي هر مشروع کار کوي باید په پیل کي ښه نیت ورته وکړي مثلاً که یوه دنده اجراء کوي په پیل کي یې دا نیت وکړي چي زه د اسلام او مسلمانانو خدمت کوم، د عیال لپاره نفقه پیدا کوم ځکه چي الله عزوجل ما ته حکم کړی دی. دغه ډول که خوب کوي باید دا نیت وکړي چي زما بدن پر ما حق لري چي استراحت ورکړم څو د سهار عباداتو او خدمت کولو ته ښه تر او تازه اوسم. نو په دې ډول به دده دنیوي کار په ثواب او عبادت کي وشمېرل سي. د هر هغه مصروفیت څخه دي ځان وساتي چي هغه هیڅ دنیوي او اخروي ګټه نلري بلکي ګناه پر مرتبه وي.

که چیري مسلمان د خپل ژوند په هره برخه کي خپل جایز دنیوي کار ته ښه نیت وکړي، په ښه صداقت سره یې اجراء کړي نو ان شاءالله ټول ژوند به یې په عبادت کي وشمېرل سي.

۲: ځیني داسي اذکار، دعاګاني او خاص عبادات سته چي په عمل کي ډیر اسانه دي خو په ثوابونو کي نهایي زیات ثوابونه لري چي وروسته به ان شاءالله د همدې لیکني په لړۍ کي د تعلیم الاسلام ویب پاڼي د لاري نشر کړل سي.