تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي وظایف د جوړښت لکبله فرق لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2019
  0

د مشهور تفسیر عزیز التفاسیر څخه


په دې کښې خو هیڅوک (حتی اسلام دښمنې ټولنې هم) شک نه شي کولی چې د ژوند د نظام  ځینې مهم کارونه په زنانه وو پورې اختصاص لري، نارینه  وو ته د هغه کارونو سرته رسول ممکن نه دي. لکه په ګېډه کښې د جنین تغذیه کول، د خپل ځان څه برخې (شوده) د ماشوم اذوقه جوړول او داسې نور.


نو الله جل جلاله د زنانه وو ساختمان داسې جوړ کړی دی چې رطوبت پکښې زیات دی د همدې کبله یې ډېر ژر ژر د سترګو څخه اوښکې تویېږي، او هغه زنانه چې خپل رطوبات په جنین روزنه باندې مصرف نه کړي (امیدواري نه وي) هغوی ماهوار ذکر شوي رطوبات خارجوي.


ذکر شوي اختصاصي کارونه هم ډېر زیات مهم دي چې دنیا ورباندې اباده ده. یا په بل عبارت: د نړۍ ټول نامتو مشران او مشاهیر د زنانه وو په ګېډو او بیا په غیږو کښې تغذیه شوې او روزلې شوي دي، که زنانه نه وای نه به د دنیا مشاهیر وای او نه به یې چا نوم په خوله اخستی وای. په هر یوه مجاهد باندې داسي وختونه تير شوي دي چې هغه به یا جنین وو او یا به د مور د غېږې په مدرسه کښې زده کوونکی وو، که د زنانه وو همت نه وای نو د شهیدانو ځای‌‌‌‌ به خالي پاتې شوی وای او بالاخره به جهاد سقوط کړی وای او د دنیا ابادي دوام نه شي کولی.


نو د زنانه وو جوړښت زیات رطوبت ته اړتیا لري او د زیات رطوبت لازمه نتیجه دا ده چې نرمښت پکښې زیات وي او د درنو کارونو توان ختموي او یا ورباندې درانه تمامېږي. دهمدې کبله نن ورځ په کفري دولتونو کښې داسې ښځې شته چې وايي کاشکې موږ په کور کښې ناستي وای او خپلې ځانګړې دندې مو ترسره کولی او د نارینه وو پېښې مو نه کولی.
بالمقابل الله جل جلاله د نارینه وو ساختمان د زنانه وو په پرتله یابس (وچ) پیدا کړی دی چې د درنو کارونو د سر ته رسولو توان پکښې شته او په اسانۍ سره يې د باره وتلی شي.


لنډه دا چې نارینه وو ته خپل کارونه درانه نه ښکاري او زنانه وو ته هم خپل کارونه اسان په نظر ورځي. نو څرنګه چې هیڅوک نه شي ویلی چې د زنانه وو اختصاصي کارونه دې نارینه په غاړه واخلي نو همدارنګه باید ونه وایي چې د نارینه وو په اختصاصي کارونو کښې دې زنانه برخوالې شي دا ځکه چې دا غوښتنه په زنانه وو باندې د توان څخه اضافه بار ایښودل دي او په اختصاصي کارونو باندې يې سر باري ده.


نو که زنانه د نارینه وو په اختصاصي کارونو کښې برخه نه اخلي، دا د دوی د پاره اهانت نه دی او نه د دوی بې عزتي ده، نارینه هم د همدوی بچیان دي بل څوک نه دي، خلک وايي چې *يا مې خپل وای او يا مې د خپلو وای* . نارنیه او زنانه الله جل جلاله خلق کړي دي او د وظا‌‌ئفو وېشنه یې د همده عزوجل د پلوه شوې ده، اسلام دښمنې ټولنې هم په همدې حقیقت باندې پوهېږي خو هغوی د نورو اغراضو د پاره زنانه د نارینه وو څخه جدا کوي او د دواړو ډلو په منځ کښې تفریق اچوي او عداوت ته يې لمن وي.


د ناینه وو ځانګړي وظائف
لاندې وظائف په نارینه وو پورې ځانګړي دي:


نبوت، کبری امامت، اذان، خطبه، په حدودو کښې شهادت، طلاق، رجعت، د زوجاتو تعدد، د کور قیمومیت، دوه چنده میراث اخیستل، د جمعې لمونځ او داسې نور چې مفسرینو کرامو لیکلي دي. (۱)


ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۳، ص۱۴۴-۱۴۵/مولانا سلطان عزیز عفی الله عنه
ــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): البحر المحیط: ج۳ ص۶۲۳ :تفسیر کبیرج۱۰ ص۷۷

مقالې: د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته