د اسلافو خوږې خبرې (دويمه برخه)
ليکنه:حشمت اللّه مياخيل /تعلیم الاسلاویب پاڼه
محدث امامِ شَعبی رحمه اللّه ويلي دي : چه څوک خپل ځان د ثواب د پاره له دى نه زيات محتاج نۀ ګڼي څومره چه فقير لره د خپلى صدقى محتاج ګڼي هغۀ خپله صدقه ضائع کړه او هغه صدقه به ددۀ په مخ ورويشتلى سي. (احياء العلوم)
ايوب سختيانى رحمه اللّه ویلي دي : چه څوک اللّه تعالى سره د ديانتدارئ معامله کوي هغه دا خوښوى چه څوک د هغۀ کور هم ونۀ پيژنى چه کوم ځاى دي.
امام غزالى رحمه اللّه ليکلي دي :
چه لومړنیو خلقو به دا خبره بده ګڼله، چه يوه ورځ دهم صدقي د نه ورکولو څخه بغیر تيره سي.هغه که يوه خرما وي، یا د ډوډۍ یوبرخه .
حضرت ثابت بُنانى رحمه اللّه ويلي دي :چه يو بزرګ وفرمايل چه ماته معلوميږى چه زما کومه دعا قبوله سوه او کومه نه. خلکو عرض وکړۀ څنګه درته معلوميږې. وى فرمايل چه کوم وخت مى په بدن رپيدل راسي او زړۀ مى وويريږى. او سترګو نه مى اوښکي وبهېږى د دغه وخت دعا قبوله وى. (فضائل صدقات)
نور بيا......