د مکې مکرمې د فتحې لپاره تلل او په لاره کې د ( ابوسفیان رضي الله عنه ) مسلمانېدل
لیکنه: سيد شاه زيارمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د (ابوسفیان رضي الله عنه) خاطره.
ابو سفیان بن حرب رضي الله عنه فرمایي: چي کله د حدیبیي صلح ګډوډه شوه او د بني قریضه یهود قبایلو خلاف ورزي وکړه نو ما سره غم پیدا شو چي هسې نه چي مسلمانان په مکه حمله وکړي نو په دي خاطر مدینې ته ولاړم چي رسول الله (ص )څخه نور یو کال وخت واخلم.
نو زه ډاډه وم چي رسول الله( ص )مي زوم دی یعني د (ام المؤمنین ام حبیبي رضی الله عنھا) خاوند دی.
بله دا چي ما فکر کوی چي لور به هم را سره واسطه شي او زما طلب به منظور شي، نو زه چي مدینې منورې ته ولاړم نو اول بې بې رمله یعني ام حبیبي رضي الله عنھا کره ولاړم، کله چي د هغې کور ته ننوتلم نو ما غوښتل چي هغه کټ باندې کښینم چي رسول الله (ص) ور باندي ویده کیږي او په هغه باندي د رسول الله (ص)بستره پرته وه. نو لور مې زما په حرکاتو پوهه شوه او په منډه راغله او بستره یي لیري کړه نو ما فکر وکړی چي زه د دي پلار یم او یو مخور قومي مشر یم او ډیره موده بعد راغلی یم نو د دي بسترې غوره بستره به راته اچوي خو هغي چي بستره لیري کړه راته یي وویل: کښینه! نو ما ورته وویل: تا خو بستره لیري کړه نو زه په دي بستره د کښیناستلو لایق نه یم؟
نو هغې راته وویل: ته یو مشرک یي او دا د رسول الله (ص) بستره ده نو زه نه غواړم چي دا بستره په تا نجسه شي نو ما ورته وویل: د محمد (ص)جادو په تا هم اثر کړی دی نو ترې را ووتلم او ټول غرور مي خاورو سره خاورې شو بیرته مدینې ته راغلم.
کله چي رسول الله (ص) (مرالظهران) علاقه کي ؤ نو (عباس رضي الله عنه) فرمایي: چي زه د شپي د رسول الله (ص) په سپینه قچره سپور شوم او له لښکر لیري مکې طرف ته ولاړم نو ما غوښتل که څوک د مکې مکرمې نه لرګې ټولول والا یا کوم شپون پیدا کړم چي ورته ووایم: چي د مسلمانانو یو زبردست پوځ در روان دی نو ژر شۍ د خپل امن فکر وکړۍ له جنګه تیر شۍ دا د الله (ج)لښکر دی تاسو یي د مقابلې نه یاست نو زه همدې نیت باندې روان وم چي (اراکان) علاقې ته ورسیدم.
بل خوا د مکې مشرکین هم بي غمه نه وه او ویره ورسره وه نو (ابو سفیان رضي الله عنه او بدیل بن ورقاء) او یو بل نفر را روان وه او ما یي اوازونه واوریدل او هغوئ هم د مسلمانانو د حال او احوال معلومولو له پاره راوتلې وه عباس رضي الله عنه فرمایي: ما د ابوسفیان رضي الله عنه ږغ وپیژندی چي هغه بل ملګرې ته وایي قسم دی چي دومره ډیر اورونه بلیدل ما په خپل ژوند نه دي لیدلي او ماته د مسلمانانو لښکر ښکارې، نو (بدیل بن ورقاء) ورته وایي: ماته د (بنو خزاعه) قبیلي خلک ښکارې هغوئ به د جګړې په نیت راوتلي وي خو ابوسفیان رضي الله عنه ورته وایي: نه نه د هغوئ پوځ دومره ډیر نه شي کیدلای ضرور به بل څوک وي ډیر زیات لښکر دی.
نو ما اواز ورته وکړی اي: ابو حنظله دا د ابو سفیان لقب ؤ نو هغه هم زما اواز وپیژندی چي ته ابوالفضل (رضي الله عنه) نه یي؟
دا د (عباس رضي الله عنه) لقب ؤ، نو ما ورته وویل: هو! نو زه ور ورسیدلم ورته مي وویل: ای: قریشو تبا به شۍ برباد به شۍ د اسلام لښکر در پسې را روان دی او بچ کیدل مو ناشونی دی نو امن وغواړئ کنه نو ټول به له تیغه تیر شئ .
عباس رضي الله عنه فرمایي: ما (ابوسفیان(رض)) ته وویل: راشه ما سره په قچره سپور شه زه به د رسول الله (ص) څخه درته امن وغواړم نو (ابوسفیان(رض)) ما سره په قچر شاته سپور شو او هغه دوه تنه بیرته مکې مکرمې ته ولاړل.
عباس رضي الله عنه فرمایي: چي زه خپل لښکر ته را ورسیدلم چي هر ځای به اور بل شوی ؤ زه به را تیریدلم نو هغوئ به وویل: چي د رسول الله (ص)تره دی د هغه په قچره سپور دی نور به یي څه نه ویل، زه همداسې را تیریدلم خو چي چا به هم د اور رڼا ته د تیریدلو په حال کي ولیدلم نو قچره به یي پیژندله ځکه چي همدا یوه سپینه قچره وه او دا د رسول الله (ص) وه. تر هغه چي زه د عمر ابن الخطاب رضي الله عنه اور ته را ورسیدلم.
نو هغه قچره وپیژندله او را پورته شو چي را نژدې شو پوښتنه یي وکړه: چي خیر خو دی چیري تللی وي؟ چي زما شاته یي وکتل نو ابوسفیان رضي الله عنه سر زما شاته پټ کړی ؤ ویي پیژندی ویي ویل: هو هو دا خو د الله (ص) دښمن ابو سفیان دی اوس په ګوتو راغی د ټولو وژل شوو صحابه کرامو رضي الله عنهم بدل اوس ترې اخلم او هغه ځای ته په منډه شو چیري چي رسول الله (ص) ناست ؤ، خو زه په قچره وم ما هم قچره په منډه کړه چي رسول الله (ص)ته ځان ورسوم خو زه له عمر رضي الله عنه ژر ور ورسیدلم ځکه چي زه په قچره وم او هغه پیاده ؤ نو ما له قچري ټوپ واچوی او د رسول الله (ص) مخ مبارک ته ودریدم ما خبره نه وه کړي چي عمر رضي الله عنه را ورسیدی هغه وویل: یارسول الله (ص)د الله (ج)دښمن ابوسفیان دی ماته اجازه وکړه چي سر ترې غوڅ کړم او ستا او د ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم انتقام ترې واخلم!
عباس رضي الله عنه فرمایي: ما وویل یارسول الله (ص) ما (ابو سفیانؓ) ته امن ورکړی دی او قسم مي خوړلی دی چي نن شپه به ورته نصیحت کوم خو عمر رضي الله عنه بیا بیا همدا خبره کوله چي ماته امر وکړه چي سر ترې غوڅ کړم اخیر مي عمر رضي الله عنه ته وویل: یاعمره (رضي الله عنه) دا که د بنوعدې بن کعب یعني ستا د خاندان څخه وای نو تا به بیا بیا د ده د سر پري کولو خبره نه کوله نو چي د بني عبدالمناف څخه دی ځکه وایي چي سر ترې پري کوم، نو عمر رضي الله عنه وویل: عباسه (رضي الله عنه) دا خبره نه ده په الله(ج) قسم چي ستا په مسلمانیدلو دومره خوشحاله یم چي که خپل پلار مي هم مسلمان شوی وای دومره به نه وای خوشحاله، خو دا (ابوسفیانؓ ) زمونږ د ټولو شهیدانو او زخمیانو سبب شوی دی نو ځکه مي وینه ورته په جوش راغلي ده، بل خوا رسول الله (ص) ټولي خبري اوریدلي او چپ ؤ اخیر یي وویل: کاکا جانه له ځان سره یي بوځه (یوسه) نصیحت ورته وکړه صبا ته يي راوله.
عباس رضي الله عنه فرمایي: چي ټوله شپه مي نصیحت ورته وکړی او صبا ته مي حاضر کړی نو رسول الله (ص) ورته وویل: ایا اوس د دي وخت نه دی راغلی چي زما په نبوت اقرار وکړي او کلمه ووایي؟
نو ابوسفیان رضي الله عنه ورته وویل: زما مور او پلار دي له تا قربان شي ته ډیر رشته پالونکی، رحم کوونکی یي خو زما لا شکونه شته.
رسول الله (ص) بیا بیا ورته همدا خبره تکرار کړه او هغه همدا جواب ورکوی چي مطمين نه یم نو اخیر ما ورته وویل: تباه شي برباد شي ته نه ګوري چي هر یو درته توره په لاس ولاړ دي مسلمان شه کنه نو ژوندی نه شي تللای نو بیا ورته رسول الله (ص) وویل: کلیمه ووایه او شکونه له زړه وباسه نو بیا ابوسفیان رضي الله عنه کلیمه وویله او مسلمان شو.
نو عباس رضي الله عنه فرمایي: چي ما ځان له رسول الله (ص) ته وویل: چي ابوسفیان رضي الله عنه ډیر زیات د شهرت او نوم وږې دی مشرې ډیره خوښوي که ته یو داسي رعایت ورکړي چي هم مسلمانانو ته پکې ګټه وي او هم د دی خاطر دارې پکې وشي، نو رسول الله (ص)اعلان وکړی چي هر څوک د مکې د فتحې په وخت د ابوسفیان رضي الله عنه کور ته ننوتلل هغه په امن دی، او که څوک مسجدالحرام ته داخل شو په امن دی، که څوک خپل کور ته دننه شوه او ځان پسي یي دروازه بنده کړه په امن دی، څوک به یي نه وژنې.
نو ابو سفیان رضي الله عنه غوښتل چي بیرته مکې ته ستون شي او مشرکینو سره خبره وکړي خو رسول الله (ص) ور باندي پوره باورې نه ؤ نو عباس رضي الله عنه ته یي وفرمایل: ته ابوسفیان (رضي الله عنه) هغه ځای ته بوځه کوم ځای چي دواړه طرف ته غرونه دي او مکې ته د تللو فقط یوه لار ده هلته یي ودروه او مونږ به ټول لښکر ټولئ ټولئ در باندي لکه رسم ګذشت تیر کړو چي دغه د اسلام زبردست لښکر وګوري او د دوئ نظم او وضعت وګوري ویره به پرې خپره شي او جنګ نه به لاس واخلي او د ابوسفیان (رضي الله عنه) زړه به هم تأثیر لاندې راشي! نو عباس رضي الله عنه (ابوسفیان رضي الله عنه) هلته ودروی او د اسلام لښکر ور باندي بیل بیل تیریدی د ټولو بیرغونه سپین وه او د هر ټولئ په باره به ابوسفیان رضي الله عنه پوښتنه کوله چی دا څوک دي؟ او عباس رضي الله عنه به ورته ښودل چي دا فلانی قوم دی مشر یي فلانی دی او جنډه د فلاني نفر په لاس کي ده.
اسلامي_تاريخ
www.taleemulislam.net