لیکنه: زینب دُورانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د انسانیت په رڼا کي سپیڅلي احساسات
احساس هغه سپیڅلې کلمه ده چي سرچینه یې د اسلام, انسانیت او نبوي سنتو څخه اخیستل کیږي.
احساس د هغه عاطفي میني احساس دئ چي که ریښتنی اوسي نو هیڅکله پای نه مومي.
احساس د خپل ځان سره وجدان هم لري چي د انسان په وجود کي د ښه والي په نتیجه کي ښه احساس او د بد والي په نتیجه کي د بد بختي احساس ورکوي.
احساس ډیر عجیبه دئ, نه به دي یو څه لیدلي وي نه به دي هم تجربه کړي وي, خو څوک د یو چا په یو ځل ویلو هر څه احساس کولای سې.
دا هغه وخت کیږي چي د دوو انسانانو په منځ کي د احساس او درک وړتیا ډیره وي.
د انسان سره دا نه ښایي چي بې احساسه واوسي, یا هم فقط خپل د ځان په وړاندي حساس وي, خپل درد خو حیوان هم احساس کولای سي؛ خو د انسانیت معیار داسي نه دئ, انسان باید دومره درک ولري چي د بل چا درد هم درک کړی.
اسلام د پیدایښت څخه بیا د مرګ تر ورځي پوري موږ ته د همدردي, میني, خواخوږي او یو د بل په شتون کي د خوشبختي سپارښتنه کوي خو دا موږ ظالمان یو چي د معنویاتو د له منځه وړلو سره خپل پر ځانونو باندي ظلم کوو.
www.taleemulislam.net