تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اختر د ميني، محبت او ورو ولۍ سمبول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 9, 2024
  0
اختر د ميني، محبت او ورو ولۍ سمبول
محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
اختر د الله جل جلاله د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښۍ او خوشحالۍ د ورځو څخه يوه دا سي د خوښۍ ورځ ده، چي سارى ئې ډېر کم په نورو دينونو کي لېدل کيږي دا ورځ د مسلمانانو تر منځ د ميني محبت ، يوالي ، وروولۍ او اتحاد ورځ ده چي الله پر مسلمانانو لورولې ده. 
 
 اختر د اسلامي نړۍ د وحدت او ورورولۍ ورځ ده، هغه ورځ چي ټوله اسلامي نړۍ پكښي  د يوالي ميني او محبت احساس كوي سره له دې چي دوى په مختلفو ژبو خبري كوي او په بېلو بېلو هيوادونو كي اوسيږي .
 
اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كي چي د الله تعالى نوم ياديږي، هوكى دا د ټولو لپاره د مغفرت او اطاعت ګډ فرصت دی .   
 
اختر په اسلام كي  هغه خوشحالي ده چي ارزښت ئې په الله تعالى پوري تړلي دئ، چى د انسان خالق دئ او د هغه دين په څښتن پوري تړلي دئ کوم چي د بشريت لپاره يى سوكالئ ، ميني ، يو والي او ورورولئ زېرئ راوړئ وو. همدارنګه اخترونه د اسلام له نظره الله ته د نيږدېوالي ښه وختونه دي او په دې وخت کې د خيرکارونه ډېر وي او دا هغه وخت دى، چې په مسلمانانو کي د خپلوۍ اړيکې ټينګېږي، او په دوى کي ټولنيز يوالى رامنځ ته کېږي، په دې وخت کې مسلمانان يو او بل ته ورځي او د اختر مبارکي ورکوي او په دې وخت کې مسلمانان نوي کالي اغوندي او په ښايسته بڼه ځان برابروي، ښه شيان  خوري، نو د همدغه نعمتونو په خوړلو او پر دغه نعمتونو سره په شکر ايستلو سره  خپل رب ته نيږدي کيږي او د محبت او ورورګلوي عبادت پکښي تر سره کوي . 
 
نو موږ ته هم دا په کار دي ، چي د اختر د دې موقع څخه په استفاده هغه څه وکړو، کوم چي زموږ څخه ئې اسلام ، مذهب ، وطن ، هيواد او اولس غوښتنه کوي، که مو دې څو ټکو ته د اختر په دې مبارکو شپو کي پام لرنه وکړه ، ډاډ درکوم چي د دنيا او اخيرت ښې ګڼي په مو په برخه وي: 
 
• اختر د الله تعالی د لويو نعمتو څخه يو لوى نعمت دى او د خوښۍ او خوشحالۍ ورځ ده نو مناسب دا ده، چي خپلو ټولو ورڼو ته د خوشحالۍ  او د دې مبارکي ورځي مبارکي ورکړو. 
 
• اختر يو ډير ښه فرصت دئ تر څو هغه ټولنيزي اړيكي چي انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي وي بيرته جوړې كړي ، په اختر كې زړونه پاكيږي، پرې سوي اړيكي بيرته ټينګېږي، دښمني او عداوت له منځه ځي، د دښمني او لريوالي ځاى مينه محبت اونيږدوالۍ نيسي  نو موږ به هم خپل ځان ټولو هغو کسانو ته ور نژدې کړو کوم چي له موږ څخه په يوه نه يو وجهه ليري سوي دي . 
 
• دا هغه مناسب فرصت دئ تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكل كړو چي ميني او محبت ته تږي دي. نو راځى په دې ورځو کي د زړه څخه د کينۍ  او بدۍ احساس و غور ځوو او خپل د ميني او محبت لاسونه  د يتيمانو سرونو ته د ښكل كولو لپاره اوږ ده کړو. 
 
 
• په همدغه ورځ کي اخلاقي نورمونه په پام کي ونيسو، د بې ځایه سیالۍ  څخه لاس واخلو ، اسراف ونه کړو، خدای راکړې دارایې بې ځایه ونه لګوو ، د محتاجینو اړتیاوي رفعه  کړو ، له والدینو سره په کښي احسان وکړو، له خپلوانو سره په کښي خپلوي وپالوو . 
 
• دا ورځ پر مسلمانانو باندي د الله تعالی یو ستر احسان دئ، چي هغوى ته ئې ور په برخه کړئ دى په همدغه  ورځ کي مسلمانان ښه اخلاق خپلوي تېر وختونه او بدبينۍ او  خفګانونه پرېږدي ، خلک یوبل ته د مبارکي لاسونه ورکوي ، دښمنان یو له بل سره روغبړ کوي، د روغبړ،  میني او محبت او اجتماعي همدردۍ مجلسونه جوړوي، خلک یو د بل پوښتني ته ورځي ، زړې دښمنی او داخلي پټي کینې ختمېږي او انساني اړیکي بېرته له سره ټېنګېږي او اخلاقي ارزښتونه ئې ځای نیسي او د ورورولي ، سخاء، ورکړي ، همدردي او زړسوي بیه لوړېږي راځئ موږ هم له دغو څخه استفاده وکړه او و خپلو و رونو ته د ميني ، محبت او ورورولۍ لاس و غځوو. 
 
• د مور او پلار سره په دې ورځ کي داسي رويه وکړو ، چي هغه راڅخه خوشحاله سي، شته ورته ورکړو ، د خپلوانو کره ئې بوزو ، د دوى د دوستانو قدر وکړو ، هغه څه چي دوى ئې غواړي هغه ورته برابر کړو، پر دوى د خپل وس سره سم د رزق پراخي راولو ، تر څو دوى راڅخه راضي سي .
 
• د همسايه ګانو او د دوستانو د اختر مبارکۍ ته ورسو، پر فقيرانو، مسکنانو او يتيمانو پراخي وکړو او د هغوى سره خواخوږي څرګنده کړو.
 
www.taleemulislam.net
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته