تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښیرا په ځای کی دعا!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 22, 2020
  0

د ښیرا په ځای کی دعا!

 

لیکنه: انورزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ویل کیږي وتلی عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کی د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه وړه کښتۍ کي څو ځوانان ناست وو موسیقی يي غږوله او شراب يی څښل د ده مخته تیر شول، ده ته خپل یوه ملګری وویل: ته په دې اوبو کي دا خلک وینې چي د الله تعالی په سرکښي او ګناه لګیادي ښیرا ورته وکړه.

معروف الکرخی رحمه الله لاسونه پورته کړل او ويی ویل: ای الله! لکه څرنګه چی دي دوی په دنیا کی خوشحاله کړي دي زارۍ درته کوم چی په اخرت کي ېې هم داسي خوشاله کړې.

ملګري ورته وویل : موږ درته وویل ښیرا ورته وکړه، ددعا مو نه دي درته ویلي او ته دعا ورته کوي؟! 

معروف الکرخی رحمه الله ورته وویل : په اخرت کي چي الله جل جلاله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چي په د نیا کي به د توبې توفیق ورکړي، او که دوی توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي تاسو ته هیڅ ضرر نه رسوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته