حیا او شرم د بدوکارونو پر وړاندې کلک دیوال دي
لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له ابومسعود عقبه بن عمروانصاری بدری(رض)نه روایت دی چې رسول اکرم(ص)فرمایلي:«ان مما أدرک الناس من کلام النبوة الاولی:اذا لم تستح فاصنع ماشئت»(رواه البخاري/۶۱۲۰ ).
ژباړه: بیشکه هغه څه چې خلګود پخوانیوپیغمبرانوڅخه موندلي : هرکله چي شرم اوحیا ونه لرې څه دې چي غوښتل هغه وکړه.
تشریح : قول د «من کلام النبوة الاولی» یعنې دا چې ټول انبیاء(ع)ورباندي متفق دي، قول د «فاصنع ماشئت» صیغه د امر ده چې د تهدید او وعید لپاره ده نه د امرلپاره، یعني دا کلمه د اباحت لپاره نه بلکي د تهدید لپاره ده چې که په چا کي نه وي څه چي غواړی هغه دي وکړي«وأعملوا ماشئتم» ځکه چې حیاء د ایمان څخه ده اوحیاء دایمان برخه ده «الحیاء من الایمان»اوحیاء دبدو او فاحشوکارومخنیوی کوي اوسړی د خیرطرف ته بیایي لکه څنګه چي ایمان سړی نیکو کارونو ته جلبوي اوله بدوکارونو څخه یې منع کوي همداسې حیاء هم ده ځکه د ایمان یوه برخه ده.
www.taleemulislam.net