یو شخص ابرایم بن ادهم رحمه الله ته راغی، ورته یې وویل چې داسې لار راته وښایه، چې په هغې کې بد کارونه هم کوم او خدای پاک مې پرې نیسې هم نه.
ابراهم بن ادهم ورته وویل، پنځه خبرې ومنه! بیا چې هر څه کوې خدای پاک دې پرې نه نیسي.
لومړۍ دا چې کله ته ګناه کوې؛ نو ته د خدای پاک روزي مه خوره! هغه وویل: دا خو ډیره سخته ده، ځکه چې یواځې خدای پاک روزي ورکونکی دی، کله چې د هغه روزي نه خورم؛ نو چیرته بیا روزي وخورم؟
ابراهیم بن ادهم رحمه الله ورته وویل: کله هم دا مناسبه ده، چې ته د خدای پاک روزي هم خورې او بیا یې نافرماني هم کوې.
دوهم دا چې کله ته ګناه کوې؛ نو د خدای پاک له ملک څخه بهر لاړ شه، بیا ګناه وکړه! هغه شخص وویل چې ټول ملکونه د هغه په تصرف کې دي؛ نو زه کوم چیرته بهر شم؟
ابراهیم بن ادهم ورته وویل: دا ډیره بده خبره ده چې د یو چا په ملک کې اوسیږې هم او بغاوت هم ترې کوې.
دریمه دا چې کله ته ګناه کوې؛ نو داسې ځای کې یې وکړه، چې هلته دې خدای پاک نه ویني، هغه وویل دا خو ډیره سخته ده، ځکه هغه د زړه په پټو هم خبره دی.
ابراهیم بن ادهم ورته وویل: دا کله مناسب دي، چې ته د خدای پاک روزي هم خورې، د ده په ملک کې هم اوسیږي او بیا یې په وړاندې ګناه هم کوې؟
څلورم دا چې کله د مرګ فریښته درته راغله؛ نو ورته ووایه چې دومره وخت راکه چې زه توبه پکې اوباسم، هغه شخص وویل هغه یوه زره وخت هم نه درکوي چې توبه پکې اوباسې، ابراهیم بن ادهم ورته وویل: کله چې داسې ده؛ نو ایا مناسب ندي، چې د هغې د راتلو څخه وړاندې توبه وباسې او دا وخت غنیمت وګڼې.
پنځم دا چې کله د قیامت په ورځ امر وشي، چې فلان جهنم ته داخل کړئ؛ نو ته ورته ووایه چې زه جهنم ته نه ځم، هغه وویل چې په زور سره دې جهنم ته داخلوي، ابراهیم بن ادهم ورته وویل؛ نو اوس خپله فکر وکړه چې ایا ګناه کول ستا لپاره ښه کار دی؟
دې خبرې سره هغه شخص د ابراهیم بن ادهم رحمه الله قدمونو ته پریوتو او د زړه له تله توبه ګار شو.
(تذکرة الاولیاء ص ۱۲۰)