تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور په اړه حکایت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 21, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور په اړه حکایت


یوه مور د خپل ناروغه زوی د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې. ملایکه راښکته شوه، مور ته يې وویل: اې موري! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟


مور ملایکي ته وویل: له الله ﷻ څخه غواړم, چی زما زوی ته شفا ورکړي. ملایکي وویل: پښیمانه کیږې خو به نه؟


مور ځواب ورکړ: نه!


ملایکي وویل:اوس دې زوی روغ شو، خو تا کولای شول, چي د خپلو ړندو سترګو غوښتنه دي کړې وای.


یوه ورځ زوی مورته وویل: موري! زما میرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولای، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم, ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې.


مور له کور څخه بهر شوه، یواځي کښیناستله او پر ژړا بوخته شوه.


ملایکه بیا راښکته شوه مور ته يې وويل: ودې لیدل چي ستا زوی له تاسره څه وکړل؟ اوس پښیمانه شوې؟ غواړي ورته ښېرا وکړې؟


مور وویل: نه پښيمانه یمه او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهیږې؟


ملایکي وویل: بیا هم د الله ﷻ رحمت پرتا شوی، له الله ﷻ څخه د خپلو سترگو لید غواړې؟


مور په ډاډ سره وویل: نه! 


ملایکي وویل: نو څه؟


مور ځواب ورکړ: له الله ﷻ څخه غواړم نګور مي ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چي زما زوی بختور کړي، ځکه زه نوره هلته نه یمه چي له خپل زوی څخه څارنه وکړم.


د ملائيکي له سترګو څخه اوښکي رواني شوې او د اوښکو دوه څاڅکي د مور په سترګو کي ور توی شول او سترګو يې دید پیدا کړ.


کله چي مور د ملایکي اوښکي ولیدلې، ورڅخه وې پوښتل: ملایکي هم ژړا کوي؟


ملایکي وویل: هو! خو یواځي هغه وخت اوښکي تويوي او ژاړي چي کله الله ﷻ وژاړي.


مور پوښتنه وکړه: الله ﷻ هم ژړا کوي؟


ملایکي ځواب ورکړ: الله ﷻ همدا شیبه په لیوالتیا د خپل خلقت، چي نوم يې مور ده ژاړي. يعني چي مور ژاړي; الله تعالی هم ژاړي. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته